وسله والو طالبانو په سرپل ولایت کې ۲۵ مسافر یرغمل کړي

د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو پرون ورځ (چهار شنبه، د جون ۱می) غرمه مهال ۱۲ بجې له یو بس موټر نه ۲۵ مسافر د سانچارک په ولسوالۍ کې برمته کړي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند علی اکبر اندرابي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې تر اوسه یې د تښتول شویو مسافرو د ساتنې ځای په اړه اطلاعات نه دي پیدا کړي.

اندرابي وايي، چې یرغمل شوي کسان ټول د بلخواب ولسوالۍ اوسېدونکي دي او د خلاصون په پاره یې هڅې پیل کړي دي.

په داسې وخت کې دغه کسان تښتول کېږي، چې دوه ورځې مخکې (د غبرګولي په ۱۱مه) د کابل ـ تخار په لویه لار د کندوز ولایت په شینه تپې سیمه کې وسله والو طالبانو ۱۷۵ تنه مسافر یرغمل ونیول، چې اوسمهال هم ۸ تنه برمته شوي مسافر له وسله والو طالبانو سره پاتې دي.

په کندوز کې د تښتول شویو مسافرو له ډلې وسله والو طالبانو ۱۲ تنه یرغمل شوي کسان ووژل او د راپورونو پر بنسټ پاتې کسان یې چهاردرې ولسوالۍ ته وړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام