
له جنګ جګړو سربېره ترافیکي پېښې هر کال ډېرو افغان وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست د پېښو عمومي مدير عبدالطیف خیرخوا سلام وطندارته وویل، چې له تېرو ۹ میاشتو راهیسې د لویو لارو په اوږدو کې ټولټال ۱۸۵۸ ترافیکي پېښې ثبت کړي دي.
د خیرخوا پر خبره، په دغو ترافیکي پېښو کې ۹۲۳ کسان وژل شوي دي او ۲ زره ۲۱۹ کسان په کې ټپیان شوي دي.
عبدالطیف خیرخوا وویل، چې د سړکونو او واټونو کم سوري، د ترافیکو ګڼې ګوڼې په پرتله د سړکونو د کیفیت ټیټوالی، له حد زیات د پاکستان لاس بار وړونکو موټرو تګ راتګ، د موټر چلوونکو بې پروايي او د بار وړونکو موټرو له پاره د ځانګړي سړک نه شتون د ټرافیکي پېښو اصلي لاملونه دي.

د راپورونو له مخې مسافرین تل په لویو لارو کې د خپل سفر پرمهال د موټر چلوونکو له بې پروايۍ او د سړکونو خرابوالي سربېره د موټر چلوونکو له نشې څښولو شکایت کوي او له همدې امله زیاتې بوږنوونکې پېښې رامنځته کېږي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، وروستۍ ترافیکي پېښه د کندهار ـــ هرات پر لویه لار رامنځته شوه، چې ۱۴ ولسي خلک په کې ووژل شول او ۴۱ نور په کې ټپیان شول.
د همدې ترافیکي پېښې په غبرګون د هرات ولایتي شورا د احمدشاه ابدالي مسافر لېږدوونکي شرکت فعالیت محدود کړ.





