د افغانستان په کرکټ بورډ کې د لوبڅارۍ څانګې مشر احمد شاه پکتین د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د د لوبڅارۍ له پاره غوره شوی دی.
افغان لوبڅار احمد شاه پکتین سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، ټاکل شوې ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا په بلنه د مالیزیا په کوربتوب د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو په ټاکنیز پړاو لوبو کې لوبڅاري وکړي.
د پکتین پر خبره، د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه به مالیزیا ته روان شي او ټاکل شوې ده، ټولټال په ۵ لیګ سیالیو کې به د لوبغالي په دننه کې د احتیاطي لوبڅار په توګه دنده ترسره کړي.
د یادونې ده، چې احمد شاه پکتین په کورني او اسیایي کرکټ لوبڅارۍ کې پراخه تجربه او کافي زده کړي لري.
پکتین پخوا هم د کرکټ نړیوالې شورا او اسیایي شورا په چوکاټ کې په بېلابېلو مهمو سیالیو او ټورنمېنټونو کې لوبڅاري کړې ده.
ټاکل شوې ده، د بنګله دېش په کوربتوب ۲۰۱۶ م کال نولس کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه ټاکنیز پړاو سیالۍ روانه میاشت د مالیزیا په کوربتوب پیل شي.
د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې به، دغه سیالۍ د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۵مه نېته د مالیزیا په پلازمېنه کوالالمپور ښار کې وشي، چې د اسیا وچې څخه به په کې نیپال، له اروپايي وچې څخه ایرلینډ، امریکا، له اقیانوس نه به پی این جي او له افریقا څخه به د یوګانډا نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې ولوبېږي.
یادو شویو لوبډلو د خپلو وچو په ټاکنیز پړاو سیالیو کې اتلولۍ ګټلې دي او نړیوال جام سیالیو ته درسېدلو په موخه وروستي ټاکنیز پړاو ته غوره شوې دي.
ټاکل شوې ده، د مالیزیا په کوربتوب نولس کلنو نړیوال جام سیالیو ته ټاکنیز پړاو لوبې به د روانې اکتوبر میاشتې تر ۲۲مې نېتې ټولټال ۱۲ لوبې ترسره شي، چې ګټوونکي لوبډله به ترې دبنګله دېش په کوربتوب ۲۰۱۶ م کال نولس کلنو پنځوس اوریزو کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.
تر اوسه ۲۰۱۶ کال نولس کلنو پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د بشپړ غړیتوب لرونکو کرکټ ملي لوبډلو تر څنګ، د افغانستان په ګډون فیجي، کاناډا، نمیبیا او سکاټلینډ ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلو لاره پیدا کړې ده.





