.jpg)
د افغانستان پر بیارغونې د څار اداره سیګار په خپل درې میاشتني راپور کې وايي، حکومت د هېواد پر ۵۵،۵ سلنه ولسوالیو واک لري چې دا کچه په ۲۰۱۵ کال کې د ولسوالیو وضعیت په اړه د سیګار له لوري شوې څېړنې نه ډېره کمه ده.
سیګار وايي، افغانستان د تېر کال په پرتله ۱،۲سلنه ولسوالۍ له لاسه ورکړې دي.
په راپور کې لیکل شوي، د افغانستان دولت د روان کال د جولای میاشتې په ۳۱مه نېټه ۲۲۶ ولسوالۍ د دولت تر کنټرول لاندې وې، خو په وروستیو ۳ میاشتو کې یې ۰،۷سلنه ولسوالۍ له لاسه ورکړې دي.
سیګار زیاتوي، که څه هم اوسمهال پر ولسوالیو د طالبانو کنټرول لږ کم شوی، خو هغه سیمې چې نه د حکومت او نه هم د طالبانو په ولکه کې دي، ډېرې شوې دي.
.jpg)
هڅه مو وکړه چې د سیګار تازه خپور شوي راپور په اړه د ملي دفاع وزارت نظر هم واخلو، خو له پرلهپسې اړیکو سره سره ونه توانېدو.





