بهرني جګړه مار په شمال کې د داعش فعالیتونو پراختیا له‌پاره هڅه کوي

په جوزجان او سرپل ولایتونو کې له داعش ډلې د طالبانو بیعت کولو په موضوع کې د پردې ترشا بهرنۍ ډلې لاس لري.
د سرپل ولایتي شورا ځینې غړي د دې مطلب په څرګندولو وايي، شاوخوا ۲۰ بهرنۍ کورنۍ په سرپل او جوزجان ولایتونو کې په دې کار روان کړی، چې طالبان له داعش ډلې سره بیعت وکړي.

د سرپل ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، دغه کورنۍ د ازبیکستان، ترکمنستان، اذربایجان او پاکستان هېوادونو پورې تړاو لري او له دغو هېوادونو راغلي دي.

رحماني وايي، دغو کورنیو له داعش ډلې د طالبانو د بیعت کولو کار عملا روان کړی او تراوسه یې د صیاد او کوهستانات ولسوالیو یو شمېر طالبانو له داعش ډلې سره بیعت اعلان کړی دی.

د ولایتي شورا رییس په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د طاهر یولداش زوی ملک طاهر اوف د فعالیتونو په اړه اندېښنه وښودله.

د ده په خبره، بهرني وسله وال په کوهستانات ولسوالۍ کې روزنځایونه او ثابت مرکز لري.

رحماني وايي، که دولت په شمال کې د داعش ډلې د فعالیتونو مخنیوی ونه کړي دغه ولایتونه به له جدي ګواښ سره مخ کړي.

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوال رحمت الله حشر په دې ولایت کې له داعش ډلې د طالب وسله والو له بیعت کولو څه نه وايي، زیاتوي، چې له یو څه وخت راهیسې د هېواد له یو شمېر سیمو پاکستاني او اوزبیکستاني جکړه مار د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ، د فاریاب ولایت بلچراغ او ګریزیوان او دغه راز د جوزجان ولایت د قوش تپې او درزاب ولسوالیو په سرحدي سیمو کې له پرمختللو جنګي تجهیزاتو سره ځای پر ځای شوي دي.

حشر دغه راز وايي، په قوش تپې ولسوالۍ کې د طاهر یولداش زوی پلوي پيدا شوي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د سرپل او فاریاب ولایتونو په سرحدي سیمو کې د داعش ډلې د جلب او جذب خبر تاییدوي او وايي، د دغو ډلو د نابودولو له‌پاره به ستر نظامي عملیات وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام