د نورستان منډول ولسوالۍ اوسېدونکي: له تېرو ۱۳ کلونو مو ولسوال نه دی ليدلی

د نورستان منډول ولسوالۍ اوسېدونکي وایې، چې سیمه ییز چارواکي يې د ورځنیو کارونو لپاره د ولسوالۍ پرځای په کابل، جلال اباد او یا هم دواب ولسوالۍ کې ناست وي.

د ځايي اوسېدونکو پر وینا له تېرو دیارلسو کلونو راهېسې منډول ته، د ولسوال په ګډون هیڅ چارواکی نه دی ورغلی.

په منډول ولسوالۍ کې د ولسوال، امنیه قوماندان او نورو چارواکو نه شتون د دې لامل شوي، چې ځايي اوسېدونکي خپلې رسمي عریضې له ولسوالۍ د باندې په مرکز پارون او یا پلازمینې کابل کې په مسؤولو کسانو پسې وګرځوي.

 د منډول ولسوالۍ اوسېدونکی ګل دین وايي: " له ډېر وخت راهیسې ولسوال زموږ له حال نه، ځکه نه دی خبر" چې په خپله په منډول ولسوالۍ کې چا نه دی لیدلی.

د منډول اوسېدونکو د امنیتي مسوولینو ترڅنګ د ملکي روغتون د کارکوونکیو له نه موجودیت نه هم شکایت کوي.

د نورستان ولایتي شورا رییس انجینر سعدالله پاینده زوی سلام وطندار ته وویل، چې د منډول ولسونو ستونزې نوې نه دي، بلکې له تېرو اوو کلونو راهېسې، دې ولسوالۍ ته مسؤول چارواکي په بشپړ ډول نه حاضریږي.

د منډول ولسوال مولوي شېر احمد هم د خلکو دا ادعا نه ردوي بلکې مني، چې د نوموړي په ګډون د منډول ټول حکومتي پرسونل دواب ولسوالۍ کې دي.

ولسوال احمد وايي"زه پخپله په دواب کی یم، د امنیه قومندان له پرسونل سره هم همدلته دی" دده په وینا منډول کې د دوی هيڅ  کارمند نه شته.

ولسوال زیاتوي، منډول ولسوالۍ ته نه د موټرو لار شته او نه هم ولسوالۍ د حکومتي چارو له پاره ودانۍ لري.

دی وایې امنیتي ستونزو یې هم هلته اوسېدل سخت کړي دي.

سره له دې چې د منډول ولسوال مني، چې په ولسوالۍ کې نه دی، خو د نورستان د سرپرست والي ویاند محمد موسی شامي بیا سلام وطندار ته په یاده ولسوالۍ کې د ځايي چارواکو نه شتون ردوي.

د ده په خبره، په تېرو حکومتونو کې دې خبرې یو څه حقیقت درلود، خو اوس د اصلاحاتو کارونه روان دي، چې وکولی شو ولسوالي فعاله وساتو او د خلکو ستونزې هوارې کړو.

شامي وايي، چې امنیتي ستونزو او د سرک نه موجودیت یې چارې ټکنۍ کړي، خو داسې هم نه ده، چې په ولسوالۍ کې دې هیڅ دولتي چارواکی نه وي.

منډول د نورستان په لویدیځ کې له پنجشېر ولایت سره په ګاونډ کې پرته ولسوالۍ ده، چې په وروستیو واورو او راشیو (برف کوچونو) له امله په کې ۱۲ تنه مړه او څلور نور ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام