د هلمند ولایتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، چې یو شمېر چارواکي انسان تښتوونکو سره د خلاصون په برخه کې بشپړه مرسته کوي.
د ولایتي شورا غړی بشیر احمد شاکري او د مدني ټولنې غړی فرهاد داوري وايي، چې په دې وروستيو کې د کشفي او امنيتي ادارو له خوا سړي تښتوونکي په داسې حال کې چې تنکي ماشومان يې د پيسو د ترلاسه کولو له پاره تښتولي وولاس په لاس نيولي دي.
د معلوماتو پر بنسټ په تېرو څو ورځو کې د کشفي او امنيتي ادارو له خوا تر اوسه د سړي تښتونکو يوه ۹ کسيزه ډله هم نيول شوې ده.
یاد سيمه ییز چارواکي تور پورې کوي، چې دا مهال دلته له هلمند او کابل څخه ځينې لوړپوړي چارواکي هڅه کوي، چې ياد شوي سړي تښتوونکي خوشې کړي.
که څه هم دوی د خبري ناستې په ترڅ کې، د لوړپوړو چارواکو نوم وانه خیست، خو زیاته یې کړه، چې په ورته پېښو کې نور وختونه داسې څه ترسره شوي دي.
د دوی په خبره، چې دا مهال د همدې ستونزې له امله په کورنيو کې لويه ويره خوره شوې او خپل ماشومان په ډاډه زړه ښوونځيواونوروټولنيزوکارونوته نه شي ليږلی.
دوی خبرداری ورکوي، چې که دغه کسان د دولت له لوري خوشې شي، نو په لوی لاریون به لاس پورې کړي.
د مدني ټولنو فعالان او د ولايتي شورا غړي له قضايي اوعدلي ارګانونوڅخه غوښتنه کوي، چې په هيڅ صورت ياد شوي کسان خوشې نه کړي اوله قانون سره سمه دوی ته سخته سزا ورکړي.
اخوا د هلمند د امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر سمونيارقنداغا قندهاری وايي، چې دوی په دې برخه کې خپله دنده په پوره توګه ترسره کوي، خو په وينا يې بیا هم عدلي او قضايي ارګانونه باید په دغه برخه کې جدي و اوسي.
هغه وايي، په بار بار د دوی له خوا په ثبوت نيول شوي کسان ازاد شوي دي.
بل پلو د هلمند د والي مرستيال محمد جان رسول ياروايي، چې په تيرودرېيو ورځو کې د کشفي ادارو له خوا ۱۰ کسيزه ډله د سړي تښتوونو په تورنيول شوې، چې په کې ځينې کسان د فراه اوکندوز ولايت اوسيدونکي دي.
د ده په خبره دغه کسان نه يوازې په سړي تښتونو، بلکې له وړاندې په وسله والوغلاو اوځينونوروجرمونو کې هم لاس لري.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار سره د مرکې پر مهال د ولايتي شورا غړو او ځينو مدني فعالانو خبرې بې بنسټه وبللې او زياته يې کړه، داسې څوک نه شته چې تښتونکي دې د قانون له منګلو خوشې کړي.
هغه وايي، چې که دوی په دې اړه کره شواهد او اسناد لري باید دولتي اړوندو چارواکو سره دې شريک کړي.
څو ورځې وړاندې دوه ۱۳ کلن ماشومان تښتول شوي وو، چې د تښتوونکو له لوري د دغو ماشومانو له کورنۍ څخه په لکونه ډالر غوښتل شوي وو، چې بیا وروسته د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شول.





