کوچني اختر ته ټینګ امنیتي تدبیرونه نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت چارواکیو نن چهارشنبې یوې خبري غونډې ته وویل، چې کوچني اختر ته یې امنیتي پلان جوړ کړی، چې له مخې به یې د اختر په شپو ورځو کې ټینګ امنیتي تدابیر ونیسي.

د کورنیو چارو، روغتیا او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان هڅه کوي، چې د مخالفینو د ورانکاریو مخه ډب کړي.

غونډې ته د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل، چې د اختر په شپو ورځو کې په لویو ښارونو، مېله‌ځاینو او لویو لارو کې د امنیت ټینګښت ته لومړیتوب ورکوي.

دانش زیاته کړه، چې د ټولو ولایتونو پولیسو ته امر شوی، چې د اختر په شپو او ورځو کې په کلکه امینت ټینګ کړي او د کورنیو چارو وزارت ټولې کشفي دستګاوې قطعې د همدې ګډ پلان له‌مخې د هېوادوالو له‌پاره د خدمت جوګه دي.

دی خبرداری ورکوي، هېڅوک حق نه‌لري، چې د اختر په شپو او ورځو کې د خوښۍ هوایي ډزې وکړي، پر وینا یې، ټولو پولیسو ته یې امر کړی، که داسې کسان یې ونیول؛ د قانون منګولو ته دې وسپاري.

خبري غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین ډاکتر کمال سادت په‌خپلو خبرو کې پر کورنیو ټینګار وکړ، چې خپل ماشومان د پلاستیکي وسلو او پټاقیو پېرودلو ته پرې‌نه‌ږدي؛ ځکه چې له یوې خوا اقتصادي زیان لري او بله بلې‌خوا د ماشومانو په ذهنونو بده اغېزه کوي.

سادت له خلکو وغوښتل، چې د اختر په شپو او ورځو کې په مېله‌ځاینونو کې له انساني چلنده کار واخلي او د نورو د ځورونې لامل نه‌شي.

غونډې ته د روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي معین فدامحمد پیکان وویل، چې د مرکز او ولایاتو ټولو روغتیایي مرکزونو ته یې ویلي، چې د اختر په شپو او ورځو کې خلکو ته اړین روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

پیکان له موټر چلوونکیو وغوښتل، چې په کوچني اختر کې پوره پاملرنه وکړي، چې د ترافیکي پېښو کچه راټیټه شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام