افغانستان د خبریالانو له‌پاره یو ګواښونکی هېواد

د سوېس په جينوا ښار کې د رسنیو او خبریالانو ملاتړ نړۍ‌وال بنسټ، په خپل تازه راپور کې افغانستان د خبریالانو له‌پاره یو ګواښونکی هېواد پېژندلی دی.

د دغه راپور پربنسټ په ۱۸ هېوادونو کې د روان کال په لومړیو ۴ میاشتو کې ۴۴ تنه خبریالان وژل شوي دي په داسې حال کې چې د تېرکال په لومړیو ۴ میاشتو کې دا شمېره ۲۸ تنه وه.

راپور وايي، افغانستان د ۱۱ تنو خبریالانو په وژل کېدو د خبریالانو له‌پاره د خطرناکو هېوادونو نوملړ په سر کې ځای لري، مکزیک د ۴ خبریالانو په وژل کېدو، سوریه د ۴ خبریالانو په وژل کېدو، یمن د یو خبریال په وژل کېدو، اکوادور او هندوستان د ۳ خبریالانو په وژل کېدو په ترتیب سره په نوملړ کې راغلي دي.

دغه بنسټ افغانستان کې وروستي بریدونه چې ۹ خبریالان په کې ووژل شول په سختو ټکو غندلي دي.

په کابل ښار کې د اپریل په ۳۰ مه نېټه د یو ساعت په واټن کې دوه چاودنې وشوې چې په دویمه چاودنه کې د خبریالانو په ګډون ۲۹ تنه ووژل شول او ۴۰ تنه ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام