کونړ؛ د طالبانو او داعش جګړې ۲۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړي

له تېرو شپږو ورځو راهیسې د کونړ په چپې درې ولسوالي کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي چې له امله یې له یادې ولسوالي شاوخوا ۱۵۰۰ کورنیو خپلې مېنې پرېښي دي.

دغه جګړه د چپې درې ولسوالي په دیګل، ورسک او چمبړک سیمو کې پیل شوې وه.

یوې حکومتي سرچینې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته د بې‌ځایه شویو کورنیو یاد شمېر تاييد کړ او زیاته یې کړه چې دغه کورنۍ د کونړ د بېلابېلو ولسوالیو تر څنګ، ننګرهار ته کوچېدلي دي.

په همدې حال کې د کونړ د والي مرستیال ګل‌محمد بیدار هم مني چې د طالبانو او داعش ډلې د جګړو له کبله ۲۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د کونړ د سرې میاشتې رییس ګل‌محمد فضلي وايي، په چپه دره کې د جګړو له امله سلګونو کورنیو خپلې سیمې پرېښي او نورو ځایونو ته کډه شوې دي.

دی وايي، که حکومت سیمې ته د ورتګ اجازه ورکړي، د چپې درې ولسوالي ته به د غیرخوراکي توکیو مرسته ورسوي.

په ورته وخت کې د کونړ د والي ویاند غني مصمم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، چپې درې ته د بې‌ځایه شویو کورنیو د شمېر ممعلومولو په موخه د سروې ډلې تللي چې له ځانه سره یې ځینې مرستې هم لېږدولي دي.

دی وايي، کله چې د بې‌ځایه شویو کورنیو دقیق شمېر مالوم شو، له رسنیو سره به یې شریک کړي.

اړوند مطالب:

کونړ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

کونړ کې د داعش او طالب جګړه؛ دواړه لوري لسګونه تلفات لري

هاخوا د کونړ په ملي امنیت ریاست کې یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، د سې‌شنبې شپې راهیسې په چپه دره کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه یو څه ارامه شوې، خو زیاتوي ښايي یاده جګړه یو ځل بیا ګرمه شي.

سرچینې ویلي، په دغو جګړو کې داعش ډلې له طالبانو ځینې سیمې نیولي او دغه راز د کونړ له نورو سیمو طالبان دې جګړې ته هم ور روان دي.

دغې سرچینې زیاته کړې، تر اوسه په یادو جګړو کې ۳۱ داعش او درې طالبان وژل شوي، ۲۱ داعش او څو طالبان ټپيان شوي او دغه راز د څو ملکي وګړیو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی، خو دقیق شمېر یې نه‌دی مالوم.

بله‌خوا د چپې درې ولسوالي اوسېدونکیو صابر، عبادالله او خان‌سید سلام‌وطندار ته وویل، اوس د داعش او طالبانو تر منځ جګړه یو څه ارامه شوې، خو وضعیت ته په کتو ښايي بیا سره ونښلي.

د دوی په وینا، د چپې درې له نیمې ډېرې سیمې د داعش او پاتې د حکومت او طالبانو په ولکه کې دي چې تر اوسه له سیمې سلګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ شوي دي.

تر اوسه د وسله والو ډلو دغو خپلمنځي نښتو کې د حکومتي ځواکونو د مداخلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

داعش او طالب وسله‌والو په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

له دې وړاندې هم څو ځله داعش او طالبانو د کونړ په چپې درې، نورګل او ځینو نورو ولسوالیو کې خپلمنځي جګړې کړي چې له امله یې دواړو لوریو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو تر څنګ، ګڼ شمېر ملکي وګړي د سیمو پرېښودو ته اړ شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام