وسله والو طالبانو د میدان وردګو د جلریز ولسوالۍ د نیولو له پاره حشر کړی دی

د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوال نقیب الله حیدري سلام وطندار راډیو ته وویل، چې نن (جمه د جولای په لومړۍ) سهار سلګونو وسله والو طالبانو د جلرېز ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو په خواجه بیس باندې برید کړی دی.

د ده پر وینا، تر اوسه د دواړو لوريو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

ښاغلي حیدري زیاته کړه، وسله وال طالبان د جلرېز ولسوالۍ د سقوط له پاره د میدان وردګو ترڅنګ له زابل، غزني او لوګر ولایتونو څخه د حشر په بڼه راغلي دي.

د جلرېز ولسوال همداراز وویل، دوی تکتیکي شا تګ کړی او یو پوسته یې وسله الو ته پرېښي ده؛ خو وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د نوموړي په خبره، له ۱۰ زیات وسله وال یې وژلي او لا هم له مرکز میدان ښاره د تازه دمو کومکي ځواکونو په رسېدو جګړه روانه ده.

پرون ورځ هم دوو ځانمرګو بریدګرو د کابل د پغمان ولسوالۍ حیدرخان قلعې په سیمه کې د میدان وردګو ولایت د پولیسو له اکاډمي د نویو فارغو شویو ځوانانو د موټرو کاروان تر برید لاندې راوست.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې په دې پېښه کې د پولیسو ۳۰ تنه افسران وژل شوي او شاوخوا ۵۸ نور ټپیان شوي دي.

افغان ولسمشر محمداشرف غني پر پولیسو دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې د پولیسو مامورینو د لیږد څرګنوالی به وڅېړل شي.

له ولسمشرۍ ماڼه نه په یوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د پولیسو په لیږد کې د هر ډول بې غورۍ په صورت کې به تعقیبي اقدامات وشي.

په همدې حال کې افغان ولسمشر وايي، چې حکومت یې د پولیسو د وظیفو په برخه کې د یوه عمده بدلون په حال کې دی.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام