د لوګر امنیتي چارواکې وایي اسناد لري، چې د ولسي جرګې وکېل حاجي محمد اکبر ستانکزي سلګونه جریبه دولتي ځمکه غصب کړې ده.
د دغه ولایت امنیه قوموندان مل پاسوال محمد داود احمدي خبري غونډه کې وویل، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي حاجي محمد اکبر ستانکزي په دغه ولایت کې سلګونه جریبه دولتي ځمکې نیولي او استوګنیز کورنه یې پرې جوړ کړي دي.
احمدي زیاته کړه، چې اکبر ستانکزی د کرومېټو، نشه یي توکو په قاچاق او وسله والو بریدونو کې هم لاس لري.
د لوګر امنیه قوموندان زیاتوي، چې د کرنې او عراضۍ ادارو له لورې ورته په ورلیږل شوي راپور کې د ۱ زرو ۴۶ څلوېښت غاصبینو نومونه ذکر شوي دي، چې تر ۳۰ زره جریبو زیاتې دولتي ځمکې یې عصب کړي دي.
د دغه امنیتي مسول د څرګندونو د څرنګوالي په اړه مو هڅه وکړه، چې د اکبر ستانکزي نظر هم واخلو.
نوموړی په بهرني سفر بوخت و، د نظر په اخیستلو یې بریالي نه شو.
خو له بل لوري د اکبر ستانکزي نژدې خپلوانو او د لوګر ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي په اکبر ستانکزي لږېدلي تورنه رد کړل.
لوګر کې لاریون کوونکو د ولایتي شورا دروازه وتړله
په ورته وخت کې نن(سه شنبه د اکتوبر ۳مه ) په لوګر ولایت کې د بر عصب شویو ځمکو د کورونو د ورانولو کمپاین په خلاف لاريون هم وشو، چې د څو ساعتونو له پاره یې د لوګر ولایتي شورا دروازې هم تړلې وې.
په دې لاریون کې د مرکز پل علم اړوند کارت مامورین سیمې سلګونو اوسېدونکو ګډون کړی و.
لاریون کوونکو ادعا کوله، چې د تېرې ورځې راهیسې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د دوی سلګونه کورنه نړولي دي او لا هم دغه کار روان دی.
خو د لوګر والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار ته وویل، چې د ولسمشر اشرف غني د ۴۵ ګڼې فرمان له مخه یې د مرکز پل علم د کارت مامورین په سیمه کې د غاصبینو له خوا په دولتي ځمکه جوړ شوي استوګنیز کورنه نړولي دي او دغه کمپاین لا هم روان دی.
صالح زیاته کړه، چې لاریون کوونکي هیڅ ډول قانوني اسناد په لاس کې نه لري.
د والي ویاند هم په دې اړه وویل، چې د دولتي ځمکو په غصب کې ځېنې وکیلان، پخواني جهادي قوماندانان او لسګونه زور واکان ونډه لري.
د دې ولایت ولایتي ادارې مطبوعاتي مسول وايي، چې په دغه کمپاین کې د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ، څارنوالۍ، کرنۍ او مالدارۍ او ښاروالۍ د یوه ګډ کمېسیون له لورې د عاصبینو څخه د دولتي ځمکو بېرته اخیستلو کار پيل شوی.
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ادارې د راپور له مخې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۶ سوه غاصبینو ۳۴ زره جریبه دولتي ځکه غصب کړې ده.
بل لور ته د لوګر ځای ناستي ښاروال انجنیر منیر احمد یوسفزي وویل، چې په مرکز پل علم کې یواځې ۷۲۰ نمرې د ښاروالۍ ځمکه زورواکانو لاندې کړې ده.
د دې ټولو سره ـ سره د مرکز پل علم اوسېدونکي په حکومت نیوکه کوي او وايي، چې دوی اسناد په لاس کې لري، خو کورونه یې ړنګیږي.





