طالبانو د کندوز پر قلعه‌زال برید کړی

نن سهار(جمعه می ۵) وسله‌والو طالبانو د افغانستان کندوز ولایت پر قلعه‌زال او کندوز ـ تخار لويې لارې بریدونه کړي.

د کندوز ولایتي شورا غړی اسدالله سادات سلام‌وطندار ته وویل، چې تېره شپه د قلعه‌زال ولسوالۍ مرکز آق‌تپې باندې برید وکړ او نن سهار شاوخوا ۴ بجې يې بیا هلته پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي، چې تر اوسه هم د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ بریدونه دوام لري.

هغه وايي، د افغان ځواکونو سره هوايي مرستې هم کيږي، خو خبرداری ورکوي چې که تر نن مازدیګره نور امنیتي ځواکونه يې مرستو ته و نه رسيږي، نو په جنګ کې ښکیل امنیتي ځواکونه به ووژل شي.

د شمال‌ختیځ برخې د پولیسو ویاند محفوظ‌الله اکبري بیا ډاډ څرګندوي، چې دغه ولسوالي د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی  او جنګ د ولسوالۍ شاوخوا خال خال روان دی.

نوموړي زیاته کړه، چې وسله‌والو طالبانو شاوخوا ۵ بجې د کندوزـ تخار د لويې پر پرتو امنیتي پوستو بریدونه پېل کړي، چې تر اوسه هم دغه لویه لاره د ترافیکو پرمخ بنده ده.

اکبري په دې اړه د اوښتو زیانونو په اړه څه نه وايي، خو وسله‌وال طالبان د یوې اعلاميې په خپرولو سره وايي، چې دوی تر اوسه د افغان امنیتي ځواکونو یو رنجر او یو هاموي ټانک له منځه وړي، چې په پایله کې يې ۸ پولیس وژل شوي هم دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام