روسي چارواکو ته اسناد وړاندې شوي، چې طالبانو ته وسلې ورکوي

د ولسي جرګې دویم مرسیتال محمد نذیر احمدزی وايي، افغان دولت له پخوا داسې اسناد او شواهد لري، چې روسان نه یوازې طالبانو ته وسلې او نور مهمات ورکوي؛ بلکې هغه شمېر شمالي ولایتونه چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په پوله پراته دي د دولت ضد ځینو نورو ډلو ټپلو ته هم وسلې ورکوي.

محمد نذیر احمدزي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، روسانو طالب وسله والو ته ډېرې پرمختللې وسلې ورکړي، چې د کابل په شمول زیاترو نورو ولایتونو کې یې دا مهال پېر او پلوري.

احمدزی وايي، روسیه د افغانستان په شمال کې د دولت ضد ډلو سره د انساني سرچینو په جلب کې هم مرسته کړې او په دې اړه اسناد یې د روسیې بهرنیو چارو وزارت او په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځوکونو ته وړاندې کړي دي.

په ورته وخت کې د روزګان امنیه قوماندان غلام فاروق سنګري رسنیو ته ویلي چې یو شمیر روسي پوځیان د روز ګان په  ګېزاب ولسوالۍ کې طالبانو ته نظامي روزنه ورکوي او د جګړې مشري کوي.

روسي چارواکي بیا دا ادعاوې نه مني. په کابل کې د روسیې سفیر څو ورځې مخکې هغه ریپوټونه رد کړل، چې ګواکې هېواد یې له طالبانو سره مرستې کوي.

ضمیر کابلوف وايي، که دې برخه کې اسناد موجود وي ورته وړاندې دې شي.

هڅه مو وکړه په افغانستان کې د روسیې د لاسوهنو او له طالبانو سره د مرستو د اړونده اسنادو په اړه د بهرنیو چارو وزارت څخه معلومات واخلو، خو د دغه وزارت ویاند وایي دا موضوع په ملي دفاع وزارت پورې تړاو لري.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بیا وویل، که څه هم دا موضوع  په بهرنیو چارو وزارت پورې اړه لري؛ خو زیاته کړه، له طالبانو سره مرسته کول د هېڅ  هېواد په ګټه نه دي.

دی وايي، دغه هېوادونه باید د ترهګرۍ ځپلو په برخه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

تردې وړاندې هم په وار، وار د چارو یو شمېر کتونکو او د ملي شورا ځینو غړیو اندېښنې ښودلې وې چې روسیه له طالبانو او په شمال کې له ځینو ډلو ټپلو سره د وسلو او نورو مهماتو  مرستې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام