افغان کرکټ بورډ له اوږد انتظار وروسته اعلان وکړ، چې د روان زېږديز کال درېیم پړاو شپږیزه ټورنمېنټ به په راروانې نومبر میاشتې په لومړیو کې پیل شي.
که څه هم افغان کرکټ بورډ لا هم د سیالیو کره نېټه نده اعلان کړې، خو اوسمهال نومبر میاشتې ته پوره یوه نیمه میاشت پاتې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په د نومبر په میاشت کې به افغان کرکټ ملي لوبډله د (پي اېن جي) کرکټ ملي لوبډلې پر خلاف د (انټرکانټېنېنټل) جام دویمې، څلور ورځنۍ سیالۍ له پاره عربي اماراتو ته هم لاړه شي.
د کرکټ بورډ له خوا د اعلان شوې نېټې له مخې ښایي د روان کال درېیم پړاو (شپږیزه) ټورنمېنټ به د زمبابوی پر وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې له سیالیو وروسته په کابل کې پیل شي.
افغان کرکټ بورډ وایي، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې میاشت د ۵ نړیوالو پنځوس اوریزو او ۲ نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه زمبابوی ته سفر وکړي، خو د زمبابوی یوې وېبپاڼې (کرونیکل) د افغانستان او زمبابوی
ترمنځ کېدونکې سیالۍ نړیوالې نه، بلکې پنځوس اوریزې او شل اوریزې سیالۍ یادې کړې دي.
کرکټ بورډ وایي، چې په همدې موخه یې د کرکټ بورډ اجرایوي مشر د سیالیو د لا ښه والي په موخه له مسوولینو سره مشورتي ناسته کړې ده.
شپږیزه ټورنمېنټ په ۲۰۱۳ زېږدي کال کې د لومړي ځل له پاره پیل شو چې په کې په لومړي ګډون سپین غر زون امو زون لوبډلې ته په فاینل لوبه کې په ماتې ورکولو سره اتلولي وګټله.
خو د تېر کال شپږیزې ټورنمېنټ اتلولي بیا مس عینک زون لوبډلې بند امیر ته په ماتې ورکولو سره وګټله او سږ کال به یې دفاع کوي.
د ویلو ده، چې په تېرو دوه کلونو کې شپږیزه ټورنمېنټ د هر کال په اګست میاشتې کې ترسره کېدلو، خو سږ کال یې نومبر میاشتې ته له دې کبله وځنډولو، چې په بېلابېلو رنګینیو کې سیالۍ وکړي.
اټکل کېږي، چې کرکټ بورډ دا ځل په شپږیزه ټورنمېنټ کې د پنځو پر ځای شپږ لوبډلې ولوبوي، چې د بېلابیلو سوداګرو او کمپینو له خوا به لوبغاړي او لوبډلې وپلورل شي، خو تر اوسه یواځې د اصغرستانکزي په کپتانۍ کې مشعل بازان لوبډلې پلورل شوې ده.





