.jpg)
د بادغیس د عامې ورغتیا ادارې مسوولان وايي، چې طالبانو د دې ولایت په بالامرغاب، ابکمري او قادس ولسوالیو کې ۸ روغتيايي مرکزونه تړلي او ۳ روغتیايي کارکوونکي یې له ځان سره وړي دي.
دا روغتيايي مرکزونه ۵ په بالامرغاب ولسوالۍ کې، دوه په ابکمري او یو هم د قادس ولسوالۍ په دره بوم کلي کې موقعیت لري.
د بادغیس د عامې روغتیا ځایناستي رییس عبدالطیف روستایي وویل، طالبانو خبرداری ورکړی، چې دغه مرکزونه به نه پرانیزي.
روستایي زیاتوي، چې د «موف» په نوم روغتيايي مرستندویې ادارې، چې پخوا یې له عامې روغتیا ریاست سره همکاري لرله؛ طالبانو سره ژمنه کړې، چې تړل شوي مرکزونه به نه پرانیزي. د ده پر وینا، د ژمنې د نه عملي کېدا په صورت کې طالبانو دغه مرکزونه تړلي دي. روستايي دا ژمنې غیرقانوني بولي او وايي، چې عملي به نه شي.
د بادغیس مدني فعالان هم د دې روغتيايي مرکزونو د تړل کېدا په اړه اندېښنه ښيي او وايي، که حکومت د دې مرکزونو د بېرته پرانېستې په اړه جدي اقدام ونه کړي؛ ناروغان به ضایع شي.
.jpg)
خو د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند د طالبانو له خوا د ۸ روغتیايي مرکزونو تړل ردوي، زیاتوي، چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې یو دولتي او یو شخصي روغتون د قومي برخوردونو له امله تړل شوي، چې ډېر ژر به پرانېستل شي.
بهاند زیاته کړه، چې په قادوس او ابکمري ولسوالیو کې ۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي وو، چې بېرته پرانېستل شوي او اوس په کې هېڅ ډول ستونزه نه شته.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





