مشرانو جرګې له ټلیفوني کریډیټ کارټونو نه د ۱۰٪ ماليې د اخیستلو فرمان تایید کړ

مشرانو جرګې نن د ولسمشر هغه فرمان تاید کړ، چې له مخې به یې د هرو سلو افغانیو کریډیټ کارټ نه، ۱۰ سلنه مالیه د دولت بودیجې ته ځي.

د مشرانو جرګې له خوا دا فرمان په داسې حال کې تایدېږي، چې له دې وړاندې په ولسي جرګه کې له بحث وروسته رد شوی وی و.

د مشرانو جرګې د مخابراتي او مواصلاتي کمېسیون مشر وویل، د ولسمشر غني له خوا صادر شوی فرمان یې تاید کړ، خو هڅه یې کړې، چې د مخابراتي شبکو مکالماتي نرخونه راټیټ شي.

د دې کمېسیون مشر جاوېد روف زیاته کړه، چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته یې په همدې فرمان کې یوه ماده د رایو په اکثریت سره وراضافه کړې ده.

په ماده کې راغلي دي: وروسته له دې به هره مخابراتي شبکه د یوې دقیقې پر سر یوه افغانۍ لګښت اخلي.

د روف پر وینا، د دوی او د یو بهرني پلاوي له پلټونو او څېړونو وروسته دې نتیجې ته رسېدلي دي، چې که هره مخابراتي شبکې د یوې دقیقې پر سر یوه افغانۍ لګښت پرې کړي؛ بیا هم ګټه کولی شي.

د ویلو ده، چې یوې شمېرنې له مخې د يوې اونۍ په ترڅ کې د همدې ټليفوني شبکو په وسيله د دولت خزاني ته ۸۷ ميليونه افغانۍ رسېدلي وې.

دا پر داسې مهال ده، چې ډېر هېوادوال هم د ولمسشر له دې فرمانه ملاتړ کوي، چې د ټليفوني شبکو پر کريډيټ کارټونو دې لس سلنه ماليه وضع شي، خو وايي چې دا پروسه باید شفافه وي او له ټلیفون کاروونکو نه اخیستونکي مالیه باید د خلکو په ګټه مصرف شي.
دوی همداراز په دې ټینګار کوي، چې په دې پیسو سره باید د دولت په عوايدو کي ډېروالی راشي او په دې توګه به دولت خلکو ته اساسي خدمتونه وړاندي کړي.
 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام