.jpg)
د وسله والو طالبانو د پسرلنیو بریدونو له پيل سره جوخت، افغان حکومت وايي، چې که د سولې خبرې اترې نتیجه ور نه کړي، د وسله والو مخالفینو د ځپلو له پاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي خبرداری ورکوي، چې د څلور اخیزې غونډې د پرېکړې پر بنسټ که د دولت مخالفې وسله والې ډلې د سولې خبرو اترو ته حاضرې نه شي؛ د سولې خبرو همغږي کوونکي هېوادونه (امریکا، چین، پاکستان او افغانستان) به یې وځپي.
د مرتضوي په خبره، افغانستان اوس هم د نړیوالې ټولنې له لوري د هغو هېوادونو په لیست کې دی، چې باید د ترهګرو له وجوده پاک شي.
په ورته وخت کې ځېنې کار پوهان وايي، چې د وسله والو طالبانو له لوري د پسرلنیو بریدونو پیلول د دې ښکارندويي کوي، چې د ملي یووالي حکومت د سولې خبرې نتیجه نه ده ورکړې.
د سیاسي چارو شنونکی لطیف نظري وايي، د افغان حکومت له لوري د نظامي ځواک کارولو موضوع په جدي ډول په پام کې نه نیول کیږي او په اوس وخت کې طالبان په دې لټه کې دي، چې په نظامي برخه کې د ځواک توله په خپله ګټه تاو کړي.
.jpg)
نظري زیاتوي، چې افغانستان د سیاسي واک د دویش په اخوډب کې ښکېل دی او هغه هېوادونه چې د افغانستان په سوله او جګړې اغیز لري، په یو ډول سره د ویش له پالیسۍ ملاتړ کوي.
د نظري په باور د افغان سولې پروسه د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو تر منځ د ګټو خونديتوب په لانجې بدله شوې ده.
د کابل پوهنتون استاد طاهر هاشمي وايي، چې د سولې خبرو پایله نه لرله او نه به یې ولري، ځکه پاکستان په افغانستان کې سوله نه غواړي او له بل لوري د ملي یووالي حکومت هم د سولې بهیر په جدیت نه تعقیبوي.
د افغان سولې بهیر له مودو راهیسې د شنونکو له لوري له نیوکو سره مخ دی او له بل لوري د سولې خبرو اترو مهم اړخ طالبان هم د کابل حکومت ته ارزښت نه ورکوي.
د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو او بېلابېلو ترهګریزو بریدونو زیاتېدل دغه ادعا ثابتوي.





