د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ په پوستو ۷۰۰ وسله والو طالبانو برید وکړ.
نن سهار چهار شنبې د (اپریل په ۴مه) شاوخوا ۳ بجې وسله والو طالبانو د مساو په کلي کې له پولیسو سره وسله واله نښته وکړه.
د فراه ولایت د پشت رود ولسوال ملا غوث سلام وطندار ته وویل، چې نښته اوس هم روانه ده، چې له امله یې تر دې دمه ۴ ملي او یو سیمه ییز پولیس وژل شوی او ۴ نور سیمه ییزه پولیس ټپییان دي.
د پشت رود ولسوال د وسله والو طالبانو د کره د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، چې زیات شمېر بریدګر مړه او ټپیان شوي دي.
د فراه ولایت والي ویاند جاوید افغان له سلام وطندار سره په خبرو کې د پشت رود پر ولسوالۍ د ۷۰۰ طالب وسله والو برید پخلی کړی دی.
افغان زیاته کړه، چې طالب بریدګرو په دې برید کې دوه مخابراتي انتنونه ویجاړ کړي او تر دې دمه په سیمه کې د امنیتي ځواکونو سره هيڅ اړیکه نه ده نیول شوې.
د والي ویاند زیاته کړه، په دې هڅه کې دي، چې په یاده سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره په اړیکه کې شي.
په فراه ولایت کې د ملي اردو ویاند عبدالروف رحماني، له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په دې برید کې له ۴ تر ۵ سوو طالب برید ګرو ګډون کړی و او غوښتل یې، چې د دې ولسوالۍ ۱۵ کلي تر خپلې ولکې لاندې راوسلي.
رحماني وایي، چې ملي اردو تر دې دمه ۷ کلي د طالبانو پاک کړي دي او هڅه کې دي، چې پاتې ۸ کلي هم د وسله والو طالبانو له ولکي خلاص کړي.
رحماني زیاته کړه، چې ملي اردو تر دې مهاله ۱۰ بریدګر د دوه ځانمرګو برید کوونکو په ګډون مړه او ۱۸ نور ټپیان دي، دی وايي چې په دې برید کې یو ملکي وګړی ۲ پولیس مړه او ۳ امنیتي ځواکونو ټپیان دي.
بل خوا طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي دي، چې تر دې دمه يې دوه پوستي له امنیتي ځواکونو نیولي او جګړه لا هم روانه ده.





