لیلا د کورني تاوتریخوالي له امله د خپلې یو له خوا په وینو کې لیت پیت شوه.
د لیلا خور له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، لیلا هغه مهال چې مېړه یې په کور کې نه د خپلې یور له خوا په چړې سره یې ستونی غوڅ شوی دی.
لیلا چې ۵ ماشومان لري د بامیانو ولایت د دره فولاد سیمې اوسېدونکې ده.
لیلا دا مهال د بامیانو په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د روغتون مشر ډاکټر دلاور سلام وطندار ته وویل، وړمه شپه ۹ بجې لیلا په داسې حال کې روغتون ته راوړل شوه، چې ستونی او د شاه رګ یوه برخه یې په چاړه غوڅ شوي وو.
د لاور وايي، چې له همدې امله لیلا تر ډېره وخته پورې په کما حالت کې وه.
د بامیانو ولایت د امنيه قومندان خدا یار قدسي پېښه تايیدوي او وايي، چې پر دغې ميرمن باندې بريد تېره شپه شوې او تر اوسه يې د برید عمده لامل معلوم نه دی.
د یاد روغتون ډاکټران اوس مهال د لیلا وضعیت ښه بولي او وايي چې دغه میرمن د دوامدارې درملنې لاندې ده.
د بیامیانو ملکي روغتون رییس وايي چې سږ کال رورغتون د کورني تاوتریخوالي له امله راول شوي زیاتره قربانیان ماشومان او میرمنې دي .





