د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان کې خپل فعالیت وځنډولو

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوولین وايي، په جوزجان ولایت کې د دې کمېټې د شپږو کارکوونکو وژنې له امله دوی خپل فعالیت وځنډولو.

د جوزجان ولایت قوش تپې ولسوالۍ په ترکمن قدق سیمه کې د وروستیو واورو له امله زیانمنو کورنیو د سروې پرمهال د ناپېژاندو وسله والو برید په پایله کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې شپږ کارکوونکي ووژل شول او دوه نور تري تم دي.

له دغه برید ورووسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان کې د بشري مرستو لړۍ بنده کړه.

افغانستان کې د سره صلیب کمېټې ویاند رامین ایاز سلام وطندار ته وویل، چې دوی د بریدګرو په اړه د رڼو څېړنو غوښتنه کوي.

ایاز وايي، چې سره صلیب د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د خپلو کار کوونکو سفرونه د لنډې مودې له پاره ځنډولي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې دا هم ویلي، افغانستان ورته مهم دی او دوی هڅه کوي، چې د مرستو رسونې فعالیتونه بېرته پیل کړي.

دغه انځور حلیمې صدف سلام وطندار ته رالېږلی پر وینا یی د سره صلیب د وژل شویو مامورینو جسدونه دي

په افغانستان کې د سره صلیب پر کار کوونکو برید کلک غبرګونونه هم درلودل.

اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د برید غندنې ترڅنګ یې بریدګر د افغانانو دوښمنان بللي دي.

د اروپايي ټولني بشري مرستو او بېړنيو پېښو سره مبارزې کمېشنر کرسټوس سټايليانديس په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه بريد د بشري حقونو له نړيوال قانون څرګنده سرغړونه ده.

د ده پر وينا، دغه بريد په افغانستان کې نه يوازې د بشرپالنې په برخه کې خطرونه مطرح کوي، بلکې د هغو کسانو سرښېندنه هم ښیي؛ چې د نورو د خدمت له پاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي.

اروپايي ټولني د جګړې پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کړی، د بشر پالنې بنسټونه دې پرېږدي، چې له اړمنو او مصیبت ځپلو سره مرستې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام