په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۰۰ ډېر طالبان وژل شوي

په شمال او شمال‌ـ‌ختیځ کې مېشتو پوځیانو ویلي چې امنیتي ځواکونو په بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل او کندوز ولایتونو کې نږدې ۹۰ طالبان وژلي دي.

د ۲۰۹ شاهین او ۲۱۷ پامیر قول‌اردوګانو ویلي، یاده مرګ‌ژوبله د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو د بریدونو پر مهال ور اوښتې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «طالبانو په یادو ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مرکزونو د سترو بریدونو پلانونه لرل، خو له ماتې سره مخ شوي دي.»

دغې قول‌اردو زیاته کړې، یوازې په بلخ، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې ۵۲ طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي او په وینا یې، د طالب ډلې دوه مهم قوماندانان عبدالفتاح اوقافي او ملا کریم هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

په کندوز کې د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امنیتي ځواکونو په طالبانو په نښته کې د دې ډلې د څو قوماندانانو په ګډون، ۳۸ وسله‌وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هېواد سوېل هم بېګاه د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو شاهد و.

د ۲۰۵ اتل قول‌اردو د رسنیو مسوول محمدصادق عیسا سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې چې له کبله یې د روزګان په چهارچینو او خاص روزګان ولسوالیو کې ۲۴ طالبانو وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، په یادو نښتو کې ځینې سپکې او درنې وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

هغه ویلي چې په دغو نښتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام