کورنيو چارو وزارت: ۱۰۸ تنه سیمه ییز پولیس مو عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي

د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې له یو کال راهیسې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات راغلي.

د دوی پر وینا، د دغو اصلاحاتو په نتیجه کې ۱۰۸ تنه سیمه ییز پولیس عدلي او قضايي ارګانونو ته هم معرفي شوي دي.

د یاد وزارت د سیمه ییزو پولیسو عمومي مشر علي شاه احمدزی په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې دغه پولیس په کندوز، بغلان، لغمان، فراه، کاپیسا، لوګر، ارزګان، پکتیا او کونړ ولایتونو کې د بشري حقونو د نقض او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.

احمدزی وايي، چې شاوخوا ۱۳۰۰ تنه سیمه ییز پولیس د امن ولایتونو څخه هغه ولایتونو ته چې امنیتي ګواښونه په کې زیات دي ځای پر ځای کړي دي.

په کورنيو چارو وزارت کې د سیمه ییزو پولیسو عمومي رییس وايي، د هغو سیمه ییزو پولیسو عمر، چې له ۱۸ کلونو کم او له ۵۰  زیات و هم د پولیسو له لیکو لرې کړې دي.

د یاد وزارت د ستر امنیتي معینیت مرستیال سالم احساس په دغه ناسته کې د جنګ پر مهال د سیمه ییزو پولیسو په تلفاتو کې د کمښت خبر ورکوي.

هغه په سیمه ییزو پولیسو کې د خیالي پولیسو موجودیت ردوي او وايي، چې دغه پولیس اوسمهال د افغانستان په ۹۴ سلنه خاوره کې فعالیت کوي.

هغه وايي، چې د سیمه ییزو پولیسو په جلب او جذب کې معیاري تغیرات راغلي او یو کس، چې په دغه لیکه کې ځان شاملول غواړي باید له څو فلترونو تير شي.

اوسمهال سیمه ییز پولیس د افغانستان په ۱۷۹ ولسوالیو او ۶۸۰۰ سیمو کې فعالیت کوي.

دغه ځواکونه له ۱۳۸۹ لمریز کال راهیسې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

سیمه ییز پولیس د افغانستان بامیان، پنجشیر، خوست او نیمروز ولایتونو  پرته په نورو ټولو ولایتونو کې د پولیسو ترڅنګ فعالیتونه کوي.

له دې وړاندې د سیمه ییزو پولیسو او  نورو ځواکونو سره د ناهمغږیو راپورونه خپاره شوي و.

داسې راپورونه هم خپاره شول، چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې سیمه ییز پولیس غواړي د نورو پولیسو ترڅنګ یو بل ځواک رامنځ ته کړي، چې وروسته بیا د افغان لوړ پوړو امنیتي چارواکو له خوا يې ځينې راپورونه رد شوي هم و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام