طالبانو بدخشان کې ۴ ملکي کسان وژلي

د بدخشان ارغنج‌خواه ولسوالۍ کې يوه دولتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وويل، طالبانو په دې ولايت کې ۴ ملکي کسان وژلي دي.

د سرچينې په وينا، دا پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ «دواب» سيمه کې شوې ده او ياد ملکي کسان د دوه کورنيو غړي دي.

د بدخشان د امنيې قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني د ملکي کسانو وژل تاييدوي خو د يادې پېښې د عاملانو د هويت په اړه څه نه وايي.

روحاني زياتوي چې د پېښې د عاملانو د نيولو په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

ارغنج‌خواه ولسوالۍ کې سرچينې وايي، له څه مودې راهيسې په دې ولسوالۍ کې څو قومي مشران او ديني عالمان وژل شوي دي خو امنيتي مسوولانو يې تراوسه د مخنيوي په اړه ګام نه دی پورته کړی.

په ورته وخت کې د بدخشان د والي وياند نېک‌محمد نظري هم د ياد خبر په تاييد سره وايي چې ځايي اداره په کمو امکاناتو سره نه شي کولای د سيمې د اوسېدونکيو ټولو غوښتنو ته رسيدګي وکړي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام