د سمنګان نا امني؛ مدیریتي کمزوري او د مسوولانو ترمنځ نه همغږي

دې وروستیو کې د سمنګان دره‌صوف پایین ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونه زیات شوي او ان وسله‌وال طالبان د دې ولسوالۍ مرکز ته نږدې سیمو کې هم حضور لري چې وخت ناوخته دولتي ځواکونو سره نښتې کوي.

د سمنګان ولایتي شورا مرستیال محمدهاشم سروري سلام‌وطندار ته وايي، د دولتي ځواکونو د مشرۍ ترمنځ د همغږۍ نه‌شتوالی او مدیریتي کمزورتیا لامل شوې، هر څو طالبان د دې ولایت پر ځېنو برخو خپل بریدونه زیات کړي.

د ښاغلي سروري په خبره، د امنیې قوماندان، د ملي امنیت رییس، د کنډک قوماندان او د عامه‌نظم قوماندان قطعاً خپلو کې هغږي نه‌کوي چې همدې ډېرې ستونزې پېښې کړې‌دي.

د سمنګان مدني فعال وفیع‌الله شارخ وايي، که افغان حکومت د دې ولایت امنیتي وضعیت ته پام ونه‌کړي، طالبان به دې ولایت کې پراخې سیمې ونیسي.

ښاغلی شارخ زیاتوي، د کورنیو چارو وزارت باید دره‌صوف پایین ولسوالۍ کې د طالبانو ځپلو له‌پاره لاس په کار شي او په خبره یې اوس هم ځنډ نه‌دی شوی ځکه خو باید له نورو خطرناکه پېښو د مخنیوي له‌پاره د عملیاتو ساحې پراخې شي.

خو د سمنګان امنیه قوماندان محمدجان دریاب سره له‌دې چې دا خبرې ردوي خو وايي، دولتي ځواکونه توانېدلي چې د ښې همغږۍ له امله تېره اوونۍ حضرت‌سلطان ولسوالۍ کې ۲۰ وسله‌وال ونیسي.

د دره‌صوف پایین ولسوالۍ ترڅنګ، طالبان دواب او حضرتذسلطان ولسوالیو او ان د سمنګان مرکز ایبک ښار ځېنو برخو کې هم حضور لري.

د سمنګان د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، که دره‌صوف پایین ولسوالۍ ته امنیتي ځواکونه ونه استول شي؛ د طالبانو په لاس د ولسوالۍ د سقوط وېره شته.

ورته مطالب:

سمنګان کې طالبانو ۴ امنیتي ځواکونه وژلي، ۴یې ټپيان کړي او ۲ وړي دي

مدني فعالانو د سمنګان والي ته "تنبل‌نامه" ورکړه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام