۶۰ کاله وروسته د کجکي بند درېیم توربین د نصبېدو چارې پېل شوې

د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیارسلام وطندار ته وویل، په دغه ولایت کې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته د درېیم توربین د نصبېدو چارې نن دوشنبه (۲۰۱۵ زېږديز/اپرېل۱۳) رسماً پېل شوې.

د رسولیار په وينا، دغه درېیم توربین ۷ کاله وړاندې د هلمند کجکي ولسوالۍ ته وړل شوی وو.

 هغه وایي، د یاد توربين د نصبېدو چارې به ژر د دوو ترکي کمپنيو له لوري پېل او ګټې اخیستنې وسپارل شي.

د هلمند مرستيال والي زياتوي، دغه توربین چې شاوخوا۱۸۰ میلیونه امریکایي ډالره به پرې ولګول شي د امریکې متحده ایالاتو له لوري ورکول کیږي. 

د محمد جان رسولیار په خبره د درېيم توربین د نصبېدو سره به د دې بند برښنا له ۳۳ مېګاواټو څخه ۵۰ مېګاواټو ته لوړه شي.

د نوموړي په وينا دغه برښنا د هلمند او کندهار ولایتونو له پاره ښه بسنه کولای شي.

همدارنګه دغه چارواکي په پام کې لري، چې کجکي څخه کندهار او هملند ته غځېدلي مزي هم جوړ کړي.

رسوليار وايي، چې د مزي د نوي کېدو او رغېدو چارې یو بهرني شرکت ته ورکړل شوی او ډېر ژر به خپل کارونه پیل کړي، د ده په خبره دغه شرکت به د کندهار او هلمند لارو په اوږدو کې دوه سب سټیشنونو د جوړېدو او د برښنایي مزو د غځېدو کار پېل کړي.

د هلمند مرستيال والي زياتوي، چې د دې پروژې له پاره د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې یو کنډک ته دنده سپارل شوې، څو د دغو پروژو بشپړه ساتنه وکړي.

له دې وړاندې د امريکا (USAID) ادارې خبر داری ورکړی و، که چېرې په راتلونکي کال کې د هلمند کجکي او سنګین ولسوالیو امنیتي حالت بشپړخوندي نه شي ښايي د کجکي بند د جوړولو له پاره ځانګړې شوې شاوخوا۱۸۰ میلیونه امریکایي ډالره پېسې بېرته یوړل شي.

اوس مهال د کجکي برښنا بند څخه  ۳۳ میګاواټه برښنا هلمند او کندهار ولایتونو ته ځي، چې د راپورونو پر بنسټ دغه برښنا کافي نه ده.

یاده دې وي، چې د کجکي بند د افغانستان وروستي پاچا محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د امریکې متحده ایالاتو له خوا جوړشوی و او د همغه وخت راهیسې د هېواد د څو ولايتونو اوبه په دغه برښنا بند کې ټوليږي.

د بند له جوړېدو څخه ۸ کاله وروسته د برښنا چارې يې پېل شوې او د دوو توربينونو په نصبولو سره تر اوسه پورې ۳۳ ميګاواټه برښنا توليدوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام