بادغیس کې د نوم‌لیکنې پر مرکز برید کې ۸ سرتېري وژل شوي

په بادغیس ولایت کې طالبانو د رایه ورکوونکیو نوم‌لیکنې پر یو مرکز برید کړی دی.

د بادغیس ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک سلام‌وطندار ته وویل، برید د ولایت مرکز کلای‌نوی ښار یوې څنډه کې د لامان په نوم سیمه کې د رایه ورکوونکیو نوم‌لیکنې پر یو مرکز شوی دی.

عبدالعزیز بیک وايي، په پېښه کې د ملی اردو ۸ تنه سرتېري وژل شوي دي او ۳ تنه ټپیان شوي دی او یو تن تری‌تم شوی دی.

د بادغیس د والي مرستیال فیض‌محمد میرزاده پېښه تاییدوي او وايي، تراوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله داوري وايي، د پېښې تلفاتو په اړه کره معلومات ترلاسه شوي نه دي. خو وايي، طالبانو بېګا د شپې ۱۱ بجې برید پیل کړی و او تر ۱:۴۰ پورې دوام وکړ.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام