افغانستان او هندوستان د استخباراتي همکاريو تړون لاسلیکوي

 

ولسمشر غني به هندوستان ته د خپل سفر پر مهال له هندي چارواکو سره د استخباراتي همکاریو تړون لاسلیک کړي.

راپورونه وايي، چې د هند د کورنیو چارو وزارت د دغه تړون مسوده چمتو کړې او د دواړو هېوادونو کابینې به مخکې له لاسليکیدو هغه وڅیړي. 

د ډهلي چاپ ډي اکونومیک ټاېمز ورځ پاڼې د لوړپوړو چارواکو له قوله لیکلي، په استخباراتي برخه کې دغه تړون د جرم مخنیوي، تحقیق او نورو برخو کې اسانتیاوو په موخه متقابله همکاري، قضایي اسناد او نور اطلاعاتي مسایل رانغاړي. 

ښایي د دغه تړون په لاسلیکېدو پاکستان خوابدی شي، ځکه چې په تېرو ۱۵ کالو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ  ددغه شان تړون مخالفت کړی دی. 

د چارو شنونکي د افغانستان او هندوستان ترمنځ دغه هوکړه ګټوره بولي او زیاتوي، چې په زیاتو برخو کې به اغیزمنه تمامه شي.

د امنیتي چارو شنونکی جاوید کوهستاني وایي، چې د هند له هېواد سره د داسې تړون لاسیلیکول به د دواړو هیوادونو په ګټه وي؛ خو باید ډېره پاملرنه وشي، چې د اطلاعاتو د راغونډولو او له راکړې ورکړې یواځې هند ګټه پورته نه کړي، باید د افغانستان ګټې په نظر کې ونیول شي.

جاوید کوهستانی زياتوي، چې "د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د هند استخبارات کولای شي مرسته وکړي."

افغانستان په ځېنو نورو برخو کې هم د بېلا بېلو هیوادونو سره تړونونه لاسلیک کړي، خو د هندوستان سره دا لومړی هغه دی، چې افغانستان به په دې سره وتوانيږي د سیمې د یو ځواکمن هیواد له استخباراتي معلوماتو ګټه واخلي.

خو په دې اړه د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستانی دا سپارښتنه هم کوي، چې دنورو هېوادونو سره د افغانستان په ګټه معلومات نه باید هندوستان ته په لاس کې ورکړل شي، که داسې ونه شي، نو په دې اړه به د نورو هیوادونو اندېښنې هم را وپاريږي.

د سیاسي چارو کارپوهان ټېنګار کوي، د نورو هیوادونو سره د اړیکو په برخه کې لومړیتوب افغانستان ته ورکړل شي او هغه څه په نظر کې ونیول شي، چې لومړی ګټه یې خپل هیواد ته رسيږي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډيپلومات احمد سعیدي وایې، چې هر دولت لومړی خپلی ګټې په پام کې نیسي. سعیدي زیاتوي، چې د استخباراتي همکاريو دغه تړون ممکن د اوږدمهال له پاره دافغانستان په ګټه وي، خو دا همکاري نه باید کابل او اسلام اباد پر اړیکو ناوړه اغیزه وکړي.

نوموړی زياتوي، ښه به دا وي، چې د تلې خواوې مساوي و ساتل شي او پاکستان ته دا ډاډ ورکړل شي، چې له هندوستان سره د افغانستان اړيکې د پاکستان په زيان نه دي.

له دې وړاندې د سارک په غونډه کې دهندوستان لومړي وزیر نریندر مودي افغان ولسمشر اشرف غني سره د کتنې پر مهال ويلي و، چې هندوستان به افغان ولس په سختو شرایطو کې یواځې پرې نه ږدي او په بېلا بېلو برخو کې به یې لاس نیوی وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام