
د کاپیسا امنیتي مسوولان مني چې ناپېژنده وسلهوالو د دغه ولایت د کوهبند ولسوالي د امنیت مدیر سکندرخان وژلی دی.
دا پېښه پرون مازدیګر پنځهنیمې بجې هغه مهال شوې چې ناپېژنده وسلهوال پر موټرسایکل د سکندرخان کور ته نږدې ورغلي او پر هغه یې برید کړی دی.
د کاپیسا د امنیې قومانداني د رسنیو برخې مسوول عبدالشایق شورش سلاموطندار ته ویلي چې یاده پېښه د دغه ولایت د مرکز محمودراقي ښار په «دهبابي» سیمه کې شوې ده. د شورش په وینا، پولیسو د پېښې په تړاو څلور کسان نیولي او ترې څېړنې روانې دي.
تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.





