طالبانو په غزني ولایت کې یو ځل بیا ۹ تنه مسافر یرغمل کړي

د غزني والي ویاند جاوید سالنګي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه (چهارشنبه، جون ۸مه) د کابل ـ کندهار په  لویه لار د اندړو ولسوالۍ په ملانوح بابا سیمه کې ۹تنه مسافر برمته کړي دي.

په ورته وخت کې د غزني ولایت د سولې عالي شورا رییس خلیل الله هوتک وايي، د تښتول شویو کسانو شمېر ۸ تنه دی.

هوتک وايي، چې وسله والو طالبانو دغه کسان د اندړو ولسوالۍ کلیو ته لېږدولي دي او زیاتو، چې د تښتول شویو کسانو په اړه نور معلومات نه لري.

له بل لوري د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، چې د پېښې په اړه افغان امنیتي ځواکونو اطلاع ترلاسه کړې ده، خو زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو تر اوسه پورې په دې اړه کره جزیات نه دي تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو تېره (سه شنبه، د جون په ۷مه) ۱۱تنه برمته کړي، په غزني ولایت کې ووژل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام