افغانستان کې هرکال ۱۵ زره کسان د سرطان ناروغي وژني

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د سرطان خطرناک مرض له امله هرکال زرګونه افغانان له منځه ځي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن چهارشنبه (فبروري ۳مه) کابل کې د سرطان پروړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې هر کال په نړۍ کې ۸ میلیونه وګړي د سرطان له امله مري.

فیروز زیاته کړه، په افغانستان کې هرکال ۲۰ زره وګړي په سرطاني ناروغۍ اخته کیږي، چې د نارینه او ښځينه و په ګډون ۱۵ زره یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه راز د عامې روغتیا وزیر وویل، چې په افغانستان کې د ښځينه و د سینې سرطان ناروغي " ثدیه " په لوړه کچه لیدل کیږي، چې دا ناروغي د درملنې وړ ده.

خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د سينې سرطان درملنه په افغانستان سل په سلو کې امکان لري.

فیروز وايي، د کابل ښار په استقلال روغتون کې به د ښځینه و د سینې سرطان د درملنې يوه څانګه ډير ژر پرانیزي.

 د عامې روغتیا وزارت چارواکو پروینا له دې وروسته هرخصوصي روغتون د جوړید له پاره لومړنی شرط دا دی، چې د سرطاني ناروغیو درملنې وسایل ولري.

وزیر داهم وویل، چې تېر کال یې د کابل جمهوریت روغتون کې د سرطان درملنې یو تشخصي مرکز جوړ کړی دی.

د عامې روغتیا وزیر وايي، چې د سرې کړې غوښې خوړل، ډیر خواړه، د سبزیو نه خوړل، په ورځينې ډول له کافي اوبو ګټه نه اخیستل او ورزش نه کول د سرطان ناروغۍ اصلي لامل ګڼل کیږي.

بل لوري ته چارواکي اندیښنه ښه يي چې په هېواد کې د ناروغانو د وړانګو درملنه نشتون له امله ډيری وګړي ګاونډیو هېوادونو ته ځي چې هرکال ۳۰۰ میلیونه ډالره لګوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام