امریکا به هلمند ته ۳۰۰ سمندري پوځيان وليږي

په پام کې ده، چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان هلمند ولایت ته په راتلونکي پسرلي کې ۳۰۰ سمندري مسلح ځواکونه وليږي.

سپينې ماڼۍ د خپلو پریکړو خلاف دغه پلان نیولی، ځکه دوی غوښتل، چې په تدریجي ډول په افغانستان کې به خپل پوځيان کم کړي.

امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ناټو له پریکړې وروسته له هلمند ولایت څخه ووتل.

سمندري ځواکونه لومړني پوځيان و، چې پر امریکا د ۱۱م سپټامبر برید څخه وروسته افغانستان ته داخل او څو زره تنه يې په هلمند کې د طالبانو پر ضد د جګړې په موخه میشت شول.

دغه سمندري پوځيان د ۲۱۵ لوا پوځيانو ته روزنه ورکوي او د امریکا له مرکزي قوماندانۍ سره به په اړیکه کې وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام