په دې ولايت کې د نوموړې ولسوالۍ د ټولنيزاو ولايتي شورا غړي وايي، که دې ولسوالۍ ته جدي پاملرنه ونه شي؛ ښايي دا هم د موسی کلا او نوزاد ولسواليو له برخليک سره مخ شي.
دوی همدا راز رسنیو ته وویل، چې ښايي له همدې امله د کجکي د برېښنا لويه فابريکه هم له ګواښ سره مخ شي.
کجکي ولسوالي، چې د لښکرګاه ښار شمال لور ته په شاوخوا ۱۱۵ کيلو مترۍ کې پرته ده؛ د تېرو دوو ورځو راپه دې خوا په کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ درنه جګړه روانه ده.
د دې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا رییس شهاب الدین او د همدې شورا غړی محمد حق سلام وطندار ته وویل، چې د تېرو شپږو مياشتو راپه دې خوا د دې ولسوالۍ لويه لاره د وسله والومخالفینوله خوا تړل شوې او د يوې ۵۰ کيلويي وړو بوجۍ بيه ۵۰۰۰ زرو افغانيو ته لوړه شوې ده.
دوی وایي، د دی تر څنګ د تېرو دوو ورځو جګړو په لړ کې دوې امنيتي پوستې او مرکزي حوزه هم د دولتي ځواکونو له ولکې وتلې او دا مهال يواځې د ولسوالۍ مرکز او د برېښنا فابريکه د دولت په لاس کی ده.
نوموړی زیاتوي، که چېرې دې ولسوالۍ ته پاملرنه ونه شي؛ امکان دې ولري، چې وسلوال طالبان د کجکی بند برېښنا هم له منځه یوسي.





