د یونس خان په مشرۍ د خیبرپښتونخوا کرکټ لوبډله کابل ته راځي

افغان کرکټ بورډ دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې ښایي د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې د نامتو لوبغاړي یونس خان په مشرۍ د خیبرپښتونخوا کرکټ لوبډله د افغانستان میلمنه شي.

کرکټ بورډ وایي چې ټاکل شوې ده د خیبرپښتونخوا د ۳ بیلا بیلو زونونو د مخکښو کرکټ لوبغاړو څخه جوړه دغه لوبډله به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او (الف) لوبډلو سره لوبې ترسره کړي خو د میلمه لوبډلې دراتګ د نیټې په اړه یې څه نه دي ویلي.

کرکټ بورډ وایي چې دغه لوبډله یې د ایرلینډ په کوربتوب کیدونکي شل اوریزه کرکټ نړیوال جام ټاکنیز پړاو لوبو ته دافغان کرکټ ملي لوبډلې د ښه چمتووالي په موخه رابللې ده.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي چې د خیبرپښتونخوا منتخبه کرکټ لوبډله به د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره لومړې ۳ شل اوریزه لوبې ترسره کړي او د هغې وروسته به د افغانستان (الف) کرکټ ملي لوبډلې سره ۳ یو ورځنۍ او 2 څلور ورځنۍ لوبې وکړي.

کرکټ بورډ لیکي چې ددې سیالیو موخه داده، چې افغان لوبډلې نړیوالو سیالیو ته ښه چمتووالې ونیسي ، په کور دننه ښه کرکټ وکړي او دغه راز کابل کرکټ نړیوالې لوبغالې د نړیوالو سیالیو کوربتوب ته برابر کړي.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه د خپل اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې لیکي چې په ډیره مشکله یی د خیبرپښتونخوا کرکټ چارواکو او یو شمیر پاکستاني ملي کرکټرانو ته قناعت ورکړ چې افغانستان ته دسیالیو لپاره راشي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې دا دافغانستان ولس لپاره د ویاړ ځای دې چې دلومړي ځل لپاره به په کابل کرکټ نړیوال لوبغالي کې بهرني کرکټران ولوبیږي.

د نوموړي په وینا چې د خیبرپښتونخوا کرکټ لوبډلې په کوربتوب سره به افغان کرکټ ملي لوبډلو ته د ښوو لوبو او تمریناتو زمینه برابره شي ترڅنګ به یې په راتلونکې کې افغانستان کې د نورو نړیوالو سیالیو او نړیوالو لوبغاړو د کوربتوب لپاره زمینه برابره کړي.

دیادونې وړ ده چې ددې وړاندې افغان کرکټ بورډ د (یونیسیف) سفیران ورینډر سیهواګ او سچن ټنډولکر په شمول له هندي ستورو کرکټرانو غوښتي وو چې افغانستان ورشي خو د کرکټ ملي لوبډلې د هغه مهال منیجر بشیرستانکزي ویلي وو چی دواړو مالي ملاتړ د سفر لپاره ترلاسه نکړای شو او دغه سفر ونشو.

له دې وړاندې کله چې افغان ولسمشر پاکستان ته سفر کوه نو هلته د افغان کرکټ لوبډلې او د پاکستان کرکټ ای لوبډلې ترمنځ هم یوه سیالي تر سره شوه چې ولسمشر اشرف غني او نواز شریف یې هم نندارې ته راغلي و.

ددواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو پر وړاندې د کرکټ دوستانه خو سخته سیالي ترسره شوه او په پای کې افغان کرکټ لوبډلې وکولی شول چې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړي.

 

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام