افغان چارواکي وايي، د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې داسې ډلې را اوړي، چې د مرمۍ ضد په موټرو سمبال دي او مېرمنې یې هم وسلې ګرځوي.
د پکتیکا والي سلام وطندار سره په ځانګړې مرکه کې یو ځل بیا وویل، چې د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې ناپېژانده وسله وال را اوړي او بیا د افغانستان نورو ولايتونو ته ځي.
عبدالکريم متين سلام وطندار ته وویل، دوی کره او موثق معلومات لري، چې دغه وسله والې ډلې د ډيورنډ له کرښې ديخوا را اوړي او د پکتيکا ولايت د مختلفو ولسواليو له لارې د افغانستان نورو ولايتونو ته تېرېږي.
د پکتیکا والي زیاتوي، د هرې يوې ډلې لباس او نښان له بلې سره توپير لري؛ خو په پرمختللو، درنو، سپکو وسلو او نورو تجهيزاتو سمبالې وي، چې زياتره يې د مرمۍ ضد موټرې هم له ځانه سره لري.
متين وايي، د دغو کسانو په منځ کې په وسلو سمبالې مېرمنې هم ليدل شوي او هرځای، چې د دمې زمينه ورته برابره شي، هلته خيمې لګوي او د جنراتورونو د برېښنا په وسيله له شته امکاناتو کار اخلي.
سرچينې وړاندې وویل، چې دغه وسله والې ډلې د اړتيا پرمهال کليوالي دوکانونو ته درېدلي، په پټه خوله يې د لاسونو په اشارې سره سودا کړې، خو د ډېرو کمو پاکستانۍ کلدارو (روپو) پرځای يې له ۵۰ تر سلو پورې ډالر دوکاندارانو ته ورکړي دي.
د پکتيکا والي سلام وطندار ته دا هم وویل، چې دغه وسله والې ډلې د طالبانو په پرتله ډېرې مجهز دي.
دځايي چارواکو دمعلوماتو له مخې دغه وسله والې ډلې د پکتیکا ولایت برمل او ګومل ولسواليو ته تر را اوښتو وروسته پر فرعي لارو خپل مزل ته ادامه ورکوي.
د پکتیکا والي سلام وطندار سره په خبرو کې زیاته کړه، چې دغه وسله والو ډلو تر اوسه افغان ځواکونو ته کوم ضرر نه دی رسولی.
عبدالکريم متین ادعا کوي، چې پر دې موضوع يې د افغانستان امنيت شورا څو مياشتې مخکې خبره کړې؛ خو زياتوي، چې" تر اوسه يې هيڅ کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی او د پکتيکا امنيتي ځواکونه ددې وسله والو ډلو پر وړاندې د مبارزې لاره نه لري."
هغه وايي، عام خلک چمتو دي، چې په کمو مالي امکاناتو د دغو کسانو مخه ونيسي.
اخوا د پکتيکا د ولايتي شورا ریيس افسرخان بيا دغه وسله وال داعش ډله بولي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په دې وسله والو ډلو کې پاکستانيان، عربان، چيچنيايان او نور بهرني وسله وال جنګيالي هم شامل دي.
د ولايتي شورا ریيس افسرخان سلېمانخېل اندېښنه څرګندوي، چې که د دغو وسله والو ډلو د را اوښتو مخنيوی و نه شي، ممکن پکتيکا ولايت د همدې ډلو پر يوه خوندي او پناه ورکوونکي مرکز بدل شي.
هغه سلام وطندار ته وویل، چې د امنیت شورا ته يې دغه موضوع رسولې" خو تر اوسه يې ځواب نه دی ورکړی".
دوې ورځې وړاندې د پکتیا په وزي ځدراڼو ولسوالۍ کې زیات شمېر قومي مشرانو په دې پرېکړه وکړه، چې په خپلو سیمو کې به د اسلامي دولت یا داعش ډلې ته ځای نه ورکوي او په کلکه به د دوی سره مبارزه وکړي.
له دې وړاندې د پکتیکا والي پرامنیت شورا تور پورې کړی و، چې داعش ډلې سره مالي او نقدي مرستې کوي؛ خو د دغه شورا فرهنګي مشاور نجيب منلي بیا دغه تورونه رد کړل او زیاته یې کړه، چې په پکتیکا کې یې له هغه کورنيو سره مرسته کړې چې د شمالي وزیرستانه پکتیکا ته راکډه شوي.
د يادولو ده، چې په دې اړه ځينو سناتورانو هم د سې شنبې په ورځ ( داپرېل۲۱مه) غونډه کې بېلابېل غبرګونونه وښودل.
دوی وویل، د پکتیکا د والي تورونو او د ملي امنيت شورا د ردولو په باب باید د ملي امنيت شورا نماینده او د پکتيکا والي په راتلونکې اوونۍ کې د دغو موضوعاتو د سپيناوي له پاره د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ووايي.





