طالبانو میدان وردګو کې ۱۱ امنیتي پوستي سوځولې دي

چارواکي وایي چې بېګاه شپه لسګونو طالبانو د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه کړي‌دي.

د میدان وردګو ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک سلام وطندار ته وویل چې له سختې جګړې وروسته د عامه نظم ۱۱ پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي او طالبانو شاوخوا ۹۰ امنیتي سرتېري  له وسلو او تجهزاتو سره وړي دي او امنیتي پوستې یې سوځولې دي.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل سلام وطندار ته وویل چې له  میدان وردګو، لوګر، غزني او هلمند ولایتونو سلګونو طالبانو د جلرېز ولسوالۍ نیولو له‌پاره راټول شوي او پر امنیتي پوستو یې بریدونه کړي.

ښاغلی منګل زیاتوي چې دغه بریدونه پر شا تمبول شوي او تراوسه په‌کې ۵  طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د والي ویاند وایي، اوس هم په جلرېز ولسوالۍ پوځي عملیات روان دي.

طالبانو تراوسه پورې په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام