تېرې ۳ ورځې؛ بغلان، کندوز او روزګان کې لږ تر لږه ۶۰ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تېرو درېیو ورځو کې د کندوز، بغلان او روزګان ولایتونو کې دولتي ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبلې د یادو ولایتونو د ولایتي شورا د غړيو اندېښنې راپارولې دي.

د سیمه‌يیزو سرچینو د ورکړل شویو شمېرو له مخې د دې جګړو پایله کې ۴۰امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲۰نور بیا ټپیان شوي دي.

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري سلام وطندار ته وویل، په تازه مورد کې تېره شپه د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو پرمهال د پوځ ۱۳سرتېري وژل شوي او ۷نور ټپیان شوي دي.

تېره ورځ هم د بغلان د پولیسو د درېیمې امنيتي حوزې د سمت امريت باندې د طالبانو برید پایله کې ۱۴ پوليس ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

د کندوز او بغلان ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني او شاجان ایوبي د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو لامل د دې ولایتونو په جګړه‌يیزو جبهو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بشپړو پوځي تجهیزاتو نه موجوديت په ګوته کوي.

په روزګان کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام وطندار ته وايي، تېره ورځ طالبانو د دې ولایت مرکز ترینکوټ کې د پولیسو پر دوه پوستو برید وکړ.

د سرچینې په وینا، په دې برید کې ۱۲ پولیس ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

د پېښې شاهدان وايي، طالبانو د دې پوستو تجهيزات له ځان سره یووړل.

هڅه مو وکړه چې په راپور کې د یادو ولایتونو کې د امنیتي چارواکيو، د ۲۱۷ پامیر قول اردو، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو نظر هم ولرو؛ خو یو له دوی هم ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

د امنیتي ځواکونو پرضد د طالبانو له لوري پرله‌پسې او مرګوني بریدونو په داسې حال کې زور اخیستی چې ځینو رسنیو د طالبانو د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دې ډلې رهبرۍ د امریکا له استازيو سره د هېواد په لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي په کموالي هوکړه کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام