هملند کې لسګونه زره بې ځایه شوي کورونه مرستو ته اړتیالري

د هلمند ولایت د کډوالو او راستنېدونکو ریاست چارواکي وايي، چې د جګړو له کبله لسګونه زره کورونه بې ځایه شوي دي او دغه ریاست د بې ځایه شویو کورنیو له پاره د مرستندویه بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

د دغه ریاست رییس غلام فاروق نورزايي وايي، چې تر اوسه یې د شاوخوا ۱۶۰۰ بې ځایه شویو کورنیو سروې کړي دي او د  دوی د معلوماتو له مخکې د باباجي او مارجې ولسوالیو شاخوا ۲ زره او ۵۰۰ کورنۍ کډه شوي دي.

د هلمند ولایت ګډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست رییس د بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو ویش په پروسه کې د ځېنې وکیلانو او چارواکو له بې ځایه مداخلو شکایت کوي او وايي، چې د مرستو پروسه یې له ستونزو سره مخ کړې ده.

دغه ریاست ټینګار کوي، چې مرستندویه بنسټونه دې د مرستو په شمېر کې زیاتوالی راولي او زیاتوي، چې لا هم په دغه ولایت کې جګړه روانه ده او ورځ تر بلې د بې ځایه شویو کورنیو شمېر زیاتیږي.

له بل لوري ځېنې بې ځایه شوي کورنۍ شکایت کوي، چې تر اوسه پورې له دوی سره هیڅ ډول بنسټ او دولتي ادارې مرسته نه ده کړې.

دوست محمد، شمس الدین او خان ګل هغه دریې کسان دي، چې له مارجې او باباجې سیمو د جګړې له کبله را کډه شوي دي او هیڅ یې هم له ځانه سره نه دي راوړي.

دوی وايي، چې د خوراک، څښاک او کالیو له سختو ستونزو سره مخ دي.

دغه بې ځایه شوي کورنۍ وايي، چې کورنه یې د جګړو لومړۍ کرښې وې.

په ورته وخت کې د هلمند ولایت د ګډوالو چارو ریاست مسولین وايي، چې د بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو لړلۍ روانه ده.

هلمند کې د ورستیو جګړو له امله په داسې حال کې دغه کورونه ګډه کیږي، چې دهلمند شمالي ولسوالیو موسی کلا او سنګین ولسوالیو هم سلګونه کورونه بیځایه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام