د پاکستان لوی درستیز: افغان چارواکو سره د سولې له‌پاره ګډ کار ته چمتو یو

د پاکستان د پوځ لوی درستیز: جنرال جاوید قمر باجوه

 

راپور چمتوکوونکی: سراج‌علي؛ خیبر پښتونخوا

 

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه په‌خپله لومړنۍ ټېلفوني اړیکه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او خپل افغان سیال جنرال قدم شاه شهیم سره د دواړو هیوادونو په اړیکو او د سولې په بهیر خبرې کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند ډګرمن اصف غفور په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې په دې خبرو کې باجوه ولسمشر اشرف غني ته د افغان سولې په تړاو د خپلو همکاريو ډاډ ورکړی.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال قمر باجوه افغان ولسمشر ته کابل ته د ورتګ غوښتنه وړاندې کړې چې هغوی منلې ده.

ډګرمن اصف غفور هم کابل ته د پاکستاني لوی درستیز د سفر تایید کړی، خو د تګ دقیقه نیټه یې نه ده اعلان کړې.

په دې اړه د سیاسي چارو کارپوه تقاعد شوی ډګروال نذیر خان سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دغه اړیکه د مسکو ۳ اړخیزې ناستې سره تړاو لري.

دی زیاتوي، چې د افغان سولې په تړاو د روسیې، چین او پاکستان ناسته د دې بهیر د بریالي کولو له‌پاره نوې هڅه ده.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو څېړونکی رحیم الله یوسفزي سلام وطندار ته وویل، چې د دواړو هیوادونو د اړیکو له خرابېدو وروسته د پاکستاني پوځ د مشر یو ښه ګام اخیستی.

دی زیاتوي چې دا لومړی پیل و او دواړه طرفونه به د سولې له‌پاره کار ته چمتو کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه مهال خرابې شوې چې د کابل شاه‌شهید په سیمه او بیا د بهرنيو دفترونو د امنیتي قطعې پر ودانۍ بریدونه وشول او له پلټنو وروسته  افغان چارواکو اعلان کړه، چې دغه بریدونه په پاکستان کې طرح شوي وو.

دغه اړیکې نورې هم هغه وخت خرابې شوې، چې د ډيورنډ کرښې تورخم دروازې سره د پاکستاني ملیشو او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه وشوه.

له دې وړاندې پخواني لوی درستیز جنرال راحیل شریف هم افغانستان ته څو څو وارې سفرونه کړي و، خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو کې نه و بریالی شوی اوس وکتل شي، چې جنرال باجوه په دې برخه کې کوم عملي ګامونه پورته کوي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام