
د ۲۰۹ شاهین قولاردو وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې په بلخ، فاریاب او سرپل ولایتونو کې ۷۸ طالبان وژلي دي.
د ۲۰۹ شاهین قولاردو ویاند محمدحنیف رضايي نن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې لسګونه طالب وسلهوال له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.
د یادې قولاردو د معلوماتو له مخې، په یادو نښتو کې ۳۲ طالب جنګیالي ټپیان شوي او درې نور یې نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې د دې ډلې د باج اخیستو یوه سیمه، پنځه د راټولېدو ځایونه او څلور قرارګاوې له منځه وړل شوې دي.
د دې قولاردو د اعلان پر بنسټ، په نښتو کې د طالبانو له ۱۵ ډېر لېږدوونکي وسایط او سپکې او درنې وسلې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
په یادو نښتو کې ملکیانو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
طالبانو تر اوسه د خپلو جنګیالیو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.





