طالبانو د یو سیمه ییز پولیس د کورنۍ د دوو مېرمنو په ګډون ۵ تنه وژلي

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، چې وسله والو طالبانو د دې ولایت په نېش ولسوالۍ کې د یو سیمه ییز پولیس کورته ورننوتلي؛ د کور د ۲ مېرمنو په ګډون ۵ تنه یې وژلي دي.

خپلواک سلام وطندار ته وویل، چې طالبان د نېش ولسوالۍ په حاجي عالم کلي کې د یو سیمه ییز پولیس کور ته وردننه شوي او په هغه کور کې یې دوې مېرمنې، دوه وروڼه او یو پنځه کلن ماشوم په ډزو وژلي دي.

د والي ویاند وايي، چې د دغه کور مشر هم شاوخوا یو میاشت مخکې د وسله والو په کمین کې وژل شوی و.

د کندهار په نېش ولسولۍ کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه دوام لري.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام