هلمندي بزګران وايي، که د کشماليو په کښت کې دولت ورسره لازمې مرستې وکړي، نو له کوکنارو به لاس واخلي.
ځکه دوی وايي، له دې امله چې دغه نبات په بهرنيو بازارونو کې په لوړه بيه پلورل کيږي، همدارنګه روزنه او پالنه يې هم خورا اسانه ده، نو دوی کولی شي، چې په لږ لګښت خورا زياته ګټه وکړي.
اخوا د هلمند ولایت د کرنې مسؤلين وايي، د تيرو کلونو په پرتله په زياته کچه کشمالي کرل شوي او په دې برخه کې د دوی سروې روانه ده، چې کره شميرې به يې وروسته په ډاګه کړي.
د هلمند د کرنې سرپرست رییس رفيع الله قلم سلام وطندار ته وویل، چې د دې نبات کرلو ته پخپله خلکو مخه کړې.
هغه يې د عمده لامل په اړه وویل، چې له يوې خوا دا محصول په بهرنيوبازارونوکې په لوړه بيه پلورل کيږي او له بلې خوا يې روزنه او پالنه د نورو نباتاتو په پرتله ډيره آسانه ده.
د کرنې سرپرست زياته کړه، چې دا مهال د کشمالي یا ريحان ترڅنګ لمرګولی، کونجتې اوځينې نورو نباتات ډېر دود شوي او د کوکنارو له پاره ښه بديل ګڼل کيږي، چې دوی د اړوند وزارت په مرسته ددې نباتاتو د کرکيلې د پراختيا له پاره هلې ځلې کوي.
اخوا ځينې کروندګر هم دا تاييدوي، چې دوی پر دغه کښت کم لګښت کوي، خو برعکس حاصلات يې خورا زيات وي.
دغه هلمندي بزګران زياتوي، چې د دغو بوټو کرل د دوی ابتکار دی، خو په وينا يې که دولت مرسته وکړي، نو دوی به د کوکنارو له کښت څخه ډډه وکړي.
حاجي کوچي او جانان هغه بزګران دي، چې پخپلو کروندو کې یې د کشمالي ګل او کونجد کرلي.
دوی وویل، خوخښ دي، چې پخپلو کروندو کې یې حلالې کرکیلې ته مخه کړې.
دغه دواړه بزګران له دولتي چارواکو د بازار موندنې غوښتنه کوي.
هغوی وایي، که چیرې دولت ورته پاملرنه و نه کړي، نو د کروندګرو اقتصادي حالت به همداسې ځوړند پاتې شي.
د دوی په خبره، د کشمالو يو جريب ځمکه شاوخوا ۵۰۰ کيلوګرامه حاصل ورکوي، چې دا د نورونباتاتوپه پرتله لوړه کچه ده اودولت بايد ددې د بازارموندنې په برخه کې هم پاملرنه وکړي، هلمند د هيواد په کچه لوی کرنيزولايت دی چې ۸۰ سلنه وګړي يې په کرکيله بوخت دي.
بل لوری ته بیا د کرنې ریاست متخصیصن وایي، که چیرې په هلمند کې د کشمالي ګل کرکیله زیاته شي، نو کروندګر به دوه ډوله حاصلات لاس ته راوړي.
د دوی په وینا د مچیو د ښه روزلو له پاره د کشمالي ګل کرکیله مفیده ده، چې د شاتو سربېره به یې ریحان هم په لاس راوړې وي.
هغه وایي، ترټولو مهم دولتي لوری ته د بازارموندنې لویه ستونزه پرته ده، چې حل یې کړی شي.
د کرنیزو توکو متخصص حبیب الرحمن واکمل وایي، ریحان ګل ښه کرکیله لږحاصل او لوړه بیه لري، چې د لږو اوبو د اخیستلو ترڅنګ کیمیاوي کودو ته هم ډیره لږه اړتیا لري.
د واکمل پروینا، کروندګرکولی شي تل کشمالي وکري ځمکه یې له هرډول وښو هم خلاصه وه اوسی او ډیر څه لاس ته راوړي.
که څه هم ویل کیږي هلمند یو له هغو ولایتونوهم دی، چې د هېواد ۹۵ سلنه کوکنار تولیدوي او نړېوال د کوکنارو د کرکیلې ورکېدو له پاره هرکال افغان دولت ته لسګونه میلیونه امریکایي ډالر ورکوي او دغو پېسو په باب زيات داسې راپورونه خپاره شوي، چې پر ځای نه دي لګول شوي.





