بغلان له‌پاره د طالبانو نومول شوی والي ووژل شو

د بهرنیو ځواکونو او د ملي اردو د ځانګړیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې بېګا شپه د پلخمري په ډنډې غوري سیمه کې د بغلان له‌پاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي هلال مشهور په مولوي لال د دې ډلې له یو شمېر لوړپوړیو غړیو سره یو ځای ووژل شو.

د ملي اردو د ځانګړیو ځواکونو ویاند احمد جاوید سلیم سلام وطندار ته وویل، چې دا هوايي او ځمکي عملیات تېره شپه ۱۱ نیمې بجې داسې مهال پیل شول، چې د طالبانو نومول شوی والي له خپلو مهمو کسانو سره پر بغلان باندې د یو برید له‌پاره د پلان طرحه جوړوله.

د سلیم پر وینا، په‌دې عملیاتو کې د غوڅ ماموریت ځواکونو هم مرسته کړې‌ده.

د سرچینې په خبره، په وژل شویو کې د طالبانو ۱۵ لوړپوړي او کلیدي غړي شامل دي او ویل کېږي، چې په‌دې کې مخپټي کسان هم شته، چې د پېژندنې په‌پار یې پلټنې روانې دي.

په ورته وخت کې په مشرانو جرګه کې د بغلان استازی فیصل سمیع وايي، چې د طالبانو نومول شوی والي په‌داسې مهال وژل شوی، چې د حاجي سلطان په نامه د یو شخص په کور کې په شخصي مجلس بوخت و.

د فیصل په خبره، تر اوسه په‌دې عملیاتو کې د طالبانو د وژل شویو غړيو د ۲۰ تنو د وژل کېدا خبر تایید شوی‌دی.

طالبانو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام