«د افغانستان د جګړې لګښت په کال کې ۵۰ میلیارډه ډالر دی»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ پر خپلې ټویټرپاڼې ولیکل چې د سوریې او افغانستان جګړې یې پر حکومت ډېر منفي اغېز کړی دی.

نوموړي لیکلي، هغه څه چې دغو دوامدارو جګړو موږ ته راکړي، ډېر لګښت او مرګ‌ژوبله ده.

ټرمپ لیکلي، ما د ټاکنیزو مبارزو پر مهال ویلي وو چې دا جګړې باید پای ته ورسېږي؛ ځکه هر کال ۵۰ میلیارډه ډالر لګښت لري.

ډونالډ ټرمپ داسې مهال د افغانستان د جګړې پای ته رسولو په اړه دا څرګندونې کړي چې له تېرې څه مودې راهیسې د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام