ځانمرګي بريد په جلال آباد کې ۳۳ تنه ووژل او ۱۰۵ نور يې ټپيان کړل

د راپورونو له مخې پېښه سهار کابو ۸ بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې په سيمه کې د کابل بانک مخې ته شوې.

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، چې ځانمرګی برید د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار د ګڼې ګوڼې په سیمه کې په داسې مهال شوې، چې زیات شمېر کسان د بانک مخې ته کتار ولاړ وو.د دغه بريد له امله ۳۳ تنه وژل شوي او تر ۱۰۵ تنو زیات ټپیان شوي دي.

د پېښې په ځای کې د ننګرهار ولایت امنیه قومندان جنرال فضل احمد شېرزاد رسنیو ته وویل، دا یو ځانمرګی برید و، چې د کابل بانک مخې ته د خلکو په ګڼه، ګوڼه کې شوی دی.

نوموړي د پېښې د قربانیانو شمېر ۲۲ تنه او د ټپیانو شمېر يې ۵۰ تنه یاد کړ.

خو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب کامه وال رسنیو ته د یوې خبرې کنفرانس پر مهال وویل، چې دوی سره په روغتون کې ۳۳ تنه مړي دي او د ټپیانو شمېر تر ۱۰۰ تنو اوښتی دی.

د عامې روغتيا مشر زياته کړه، دا لومړني معلومات دي ممکن د پېښې د قربانیانو په شمېره کې تغیر راشي.

کامه وال دا هم وویل، چې په ټپيانو کې داسې کسان هم شته، چې روغتیايي حالت یې ډې نازک دی.

د ده په وينا کېدای شي، ځينې ټپيان د ورځې په پای کې رخصت کړي.

نوموړی وايي، په ټپیانو کې ماشومان، ځوانان او سپین ږیري هم شامل دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ويلي، د وژل شویو شمېر ۳۰ تنه او د ټپیانو ۸۰ تنه دي.

یاده پېښه د کابل بانک د هغې څانګې مخې ته شوې، چې زيات شمېر دولتي مامورین ترې خپل معاشونه اخلي.

په جلال اباد ښار کې د کابل بانک پر یادې څانګې کابو درې کاله وړاندې هم وسلوال برید شوی و، چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

طالبانو رسنیو ته په ليږل شوې خبر پاڼه کې په پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

له ځانمرګي څو شېبې وروسته په همدغه ښار کې د دوو نورو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

لومړني راپورونه وايي، چې يوه چاودنه د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې شوې.

عينې شاهدان وايي، چاودنه په فيلډر ډوله موټر کې شوې، چې له امله يې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

په دې اړه د ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د ولشمسرۍ ماڼۍ له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه برید ولسمشر غني په کلکو ټکو غندلي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام