د شمال او په ځانګړي توګه د کندوز په جګړه کې روسیه او ایران ښکېل دي

د چارو شنونکي په دې باور دي، چې په شمالي ولایتونو کې د جګړې دوام او په کندوز کې د جګړې نه کابوکېدلو لامل دا دی، چې روسیه او ایران د وسله والو مخالفانو له بېلابېلو ډلو او نامسوولو ځایي وسله والو سره اړیکې لري او هڅه کوي، چې جګړه توده وساتي.

د امنیتي چارو شنونکی کابل خان تدبیر وایي، چې د کندوز د جګړې دوام کورني او بهرني لاملونه لري.

دی په سر کې د بهرني لامل په اړه وايي، چې کندوز د روسانو له پاره یوه مهمه دروازه ده، چې روسیه ورته د یوې د فشار د یوې مهمې نقطې په توګه ګوري او په شمال کې په ځانګړي توګه په کندوز کې د جګړې دوام او زور اخیستل؛ د سوریې او حلب فشارونو سره چې هغلته روسان او امریکایان ښکېل دي؛ تړاو لري.

د تدبیر په باور، په افغانستان کې نړیوال قوتونه د سپینو او تورو جنډو د ښکته کولو او پورته کولو هڅه کوي.

کابل خان تدبیر د دې جګړې د کورني بُعد په اړه زیاته کړه، چې په کندوز کې د نورو سله والو مخالفانو ترڅنګ له پخوا نه زورواکې هم شته، چې وسلې لري او نوې وسلې هم ترلاسه کوي او که یې ګټه وه؛ کندوز خوشې کوي؛ خو که بیا یې په نیولو کې ګټه وه؛ بېرته یې نیسي .

دغه راز د چارو بل شنونکی جاوید غفور هم د کندوز جګړې ته د روسانو او ایرانیانو رادانګل؛ د شمال د ناامنه کولو مهم لامل بولي.

د ده په خبره، په کندوز کې د روانې جګړې مدیریت او د هغوی پوځي تجهیزات د دې ښکارندوی کوي، چې تر شا یې د روسیې او ایران لاسونه دي.

په ورته وخت کې د چارو بل شنونکی سمیع دره یي هم د کندوز په جګړه کې د خارجي هېوادونو لاسوهنه حتمي ګڼي.

دره یي وايي، چې کندوز او په ټوله کې شمالي ولایتونو کې دولت د جګړې د کنټرول توان نه لري، ځکه چې په دې جګړه کې نور هېوادونه خپلې موخې ترلاسه کوي او جګړه توده ساتي.

د ده په خبره، حکومت هم د جګړې په مهارولو کې پاتې راغلی او نه شي کولی، چې د کندوز له پاره قوي پلان جوړ کړي او روانه جګړه کنټرول کړي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، چې د امنتي ځواکونو پر وړاندې په ټولو نښتو کې بهرنیان، لکه چینیان، ارزکان، ایغوریان، پنجابیان او د نورو هېوادونو وګړي جنګېږي؛ خو د روسانو او ایرانیانو په اړه معلومات نه لري.

له نن سره، د کندوز د جګړې اوومه ورځه پوره شوه، خو لا هم د دغه ښار په بېلابېلو ځایونو کې وسله وال د افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او د ښاریانو د کورونو نه د سنګر په توګه کار اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام