روڼتیا څار بنسټ: حکومت د فساد سره په مبارزه کې ژمن نه دی

د افغانستان د روڼتیا څار اداره وايي، چې له زندان نه د کابل بانک د پوروړي خوشې کول د منلو وړ نه دی.

د دغه بنسټ اجرایوي رییس سید اکرم افضلي نن د (نومبر په مه) په یوې خبري غونډه کې وویل، د کابل پخوانی مدیره هیت خلیل الله فیروزي او د دغه بانک پوروړی چې د محکمې له خوا په ۱۵ کلونو بند محکوم شوی و، خوشې کول یې د دې ښکارندوی دی، چې حکومت د فساد سره په مبارزه کې ژمن نه دی.

نوموړی وايي، د کابل بانک د پورونو اداینې په بهانې سره د فیروزي خوشې کول د ولس سره د حکومت مشرانو د "ټوکې" کولو په معنا دي.

زیاته کړه، چې حکومت د "فسادو" ډلو تر فشارونو لاندې دی.

د روڼتیا څار اداره وايي، چې ولسمشر غني د کابل بانک پوروړلو د دوسیې په پرانیستلو سره د خلکو او نړیوالو باور تر لاسه کړ، خو د کابل بانک اصلي پوروړي خلیل الله فیروزي په خوشې کولو سره دغه باور له منځه لاړ.

افضلي له حکومت نه وغوښتل هغه اشخاص چي مجرمین دي او د خلکو په منځ کې باور نه لري؛ دوی ته دې بیا د پانګې لوټولو اجازه ور نه کړي.

دوی له حکومت نه غواړي، چې د بښنې کلتور دې له منځه یوسي او تورن کسان دې محکمې ته ور وپېژني. 

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ په تصمیم کې هیڅ ډول خلا نه ده رامنځته شوې.

هاشمي وايي، دوی به هیڅ کله پرې نږدي، چې د کابل بانک پوروړي وتښتي او پورونه ادا نه کړي.

ده وویل، چې ولسمشر خپل حقوقي سلا کار عبدالعلي محمدي، د ښې حکومتولۍ او سمون په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود  او د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري ټاکلي دي، چې په دې برخه کې د خلکو اندېشنې او پوښتنې ځواب کړي.

د ولسمشر حقوقي سلا کار عبدالعلي محمدي تېره ورځ د هوشمند خصوصي ښار ګوټي پروژې په پرانیست غونډه کې وویل، چې دولت تصمیم نیولی د کابل پخوانی مدیره هیت خلیل الله فیروزي او د کابل بانک نور پوروړي په مشروط ډول له زندان نه خوشې کړي.

په دې پرانیسټ غونډه کې خلیل الله فیروزي د هوشمند خصوصي ښار ګوټي اصلي پانګوال په توګه وویل، په خصوصی پروژو کې د پانګه ونې له طریقه د خپلو پورونو د خلاصولو په شرط له زندان نه خوشې شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام