
د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د هوا پيژندنې سیمې شاوخوا ځېنې کورنۍ وايي، چې دغه سیمه کې د بهرنیانو پر کمپ ډېر بریدونه کېږي، چې ډېر زیان یې ملکي وګړو ته اوړي.
د دې سیمې ځېنې اوسېدونکیو سلام وطندار ته وویل، چې حکومت دې، یا بهرنیان له دې ځایه وباسي او یا دې دوی ته د سرپناه ځای پيدا کړي، ځکه چې د تل په څېر د دوشنبې په ماښامنۍ چاودنې کې سخت زیانمن شوي دي.
د هوايي ډګر هواپيژندنې پر سرک د یوې اونۍ راهیسې درې ځانوژونکې حملې شوې دي، چې د سر او مال زیان یې تر ډېره ملکي وګړو ته اړولی دی.
د هواپيژندنې د سرک اوسېدونکي حاجي عبدالاحد سلام وطندارته وویل، چې په د دوشنبې په برید کې یې د کور ۵ کسان، چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي؛ ټپيان شوي دي.
ده له حکومته وغوښتل، چې دوی ته دې د دې ځای په بدل کې د سرپناه له پاره بل ځای ورکړل شي.
بابه جان، چې د همدې سیمې اوسېدونکی دی، سلام وطندار ته وویل، چې دوه ورځې مخکې په همدې سیمه کې چاودنه وشوه او ده د دوکان شیشې یې ورماتې کړې. د ده پر خبره، شیشې یې ورنوې کړې، خو په بېګانۍ چاودنه کې هغه ماتې شوې او واړه ماشومان يې پرشیشو باندې ټپيان شول.
بابه جان وايي: "حیران پاتې یم چېرته لاړشو."

د هوايي ډګر ترڅنګ وروستۍ چاودنې او تلفات
بل خوا د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دوشنبې په ماښام ځانوژونکې حمله کې دوه کسان مړه شوي او ۳۶ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې په ټپيانو کې ۹ ښځې هم شاملې دي.
خو ملکي وګړي بیا په سیمه کې د زیات شمیر ټپيانو اټکل کوي.
دغه برید د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یو شمېر سناتورانو غندلی او له امنیتي ځواکونو یې غوښتي، چې د خلکو امنیت ونیسي.
په همدې اړه، په کابل کې د غوڅ ملاتړ نړیوالو ځواکونو ویاند جنرال ویلسن شوفنر له لوري سلام وطندار ته په رالیږل شوې خبر پاڼه کې دغه برید غندل شوی دی.
خبرپاڼه کاږي، چې د ملي یووالي حکومت د سولې خبرې روانې کړې، خو طالبان بیا ملکي وګړو ته د زیان اړولو پر لور روان دي.
خبر پاڼه کې کې راغلي دی، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په تېر زېږدي کال کې شاوخوا ۷۰ ملکي وګړي د طالبانو له خوا وژل شوي او ټپیان شوي دي.





