
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، پرون ورځ د اریوب ځاځیو ولسوالۍ مسوولانو یو مهم طالب بندي مرکز ګردېز ته لېږدولو چې د احمدخېلو ولسوالۍ په شیشتې سیمه کې پرې برید شوی دی.
د والي ویاند حسرت سلاموطندار ته وویل، په دغه برید کې دا طالب بندي، دوه ولسيوګړي، یو پولیس او دوه طالبان وژل شوي دي او یو پولیس ټپي دي.
ښاغلی حسرت وايي، نیول شوی بندي په شخصي موټر کې رالېږدول کېده او د اریوب ځاځیو ولسوالۍ مسوولانو د ورڅېرمه ولسوالۍ مسوولانو ته د بندي له لېږدولو مخکې خبر نه و ورکړی.





