سانچارک؛ طالبان په خلکو په زوره دولتي ځمکې پلوري

د سرپُل د سانچارک ولسوال نقیب‌الله دقیق وايي، طالبانو د دې ولسوالۍ «تبر او تغای‌خواجه» سیمو کې په خلکو په زوره دولتي ځمکې پلورلې دي.

د ښاغلي دقیق په وینا، د سیمې له اوسېدونکیو غوښتل شوي چې دې ولسوالۍ کې د طالبانو له‌پاره د اوسېدلو کورونو جوړولو کې همکاري وکړي.

د ده په خبره، د ملا نوراحمد په نوم د طالبانو یو قومندان په هر ځای کې ځمکې راګرځولي دي او څلور بسوه‌يي کورونه په ۵۰ زره افغانۍ پلوري.

د سرپُل د ولایتي شورا مرستیال سید اسدالله دانش هم سنچارک ولسوالۍ کې له امنیتي وضعیته اندېښنه څرګندوي او وايي، د قانون د حاکمیت نه‌شتوالي کې طالبان هر ډول اقدام کوي.

د سرپُل د ولایتي شورا مرستیال په وینا، طالبان دا مهال د سنچارک ولسوالۍ په ۷۰سلنه خاورې ولکه لري. دی دې ولسوالۍ ته د تازه‌دمو ځواکونو د ورلېږلو غوښتنه کوي.

هاخوا د سرپُل والي ویاند ذبیح‌الله اماني وايي، طالبانو ان د خلکو کرنیزې ځمکې په اجاره ورکړې‌دي. دی زیاتوي چې طالبانو له‌دې مخکې هم په میرزاولنګ کې خلکو ته کرنیزې ځمکې به اجاره ورکړې‌وې.

پر دې ټولو سربېره د سرپُل والي ویاند وايي چې مرکزي حکومت ډاډ ورکړی چې د سرپُل سنچارک ولسوالۍ کې به د طالبانو ځپلو په موخه ډېر ژر پوځي عملیات په لاره پیل کړي.

طالبانو تراوسه د سرپُل سنچارک ولسوالۍ کې د دولتي ځمکو پلورلو په اړه نظر نه‌دی ورکړی.

ورته مطالب:

سرپل؛ طالبانو ۴۰ کورونه لوټلي او ویجاړ کړي

سرپل؛ اوسېدونکیو ۱۵۵ ښوونځیو ته ځمکه ورکړه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام